د مرسي پر ضد محاکمه بيا وځنډېده
۱۳۹۲ دی ۱۸, چهارشنبهقاهرې ته د محمد مرسي راتګ څو ساعته وخت ونياوه. نور تورن کسان په يو پوځي هليکوپتر کي دمخه لا د پلازمېني د پوليسو اکاډمۍ ته چي محکمه پکښې ترسره کيږي انتقال سوي ول. خو د خرابي هوا له کبله د اسکندريه له يوه زندان څخه د مرسي را انتقالول ممکن نه ول. اوس نو په پلان کي ده چي د فيبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه به دوهمه محاکمه پيل سي.
مرسي تر اوسه پوري وايي چي جمهور رييس دی
پر مرسي او ۱۴ نورو کسانو باندي تور لګول کيږي چي تير کال يې د جمهوري رياست مخ ته د اعتراض کوونکو د وژلو لارښوونه کړې وه.
د مرسي او د هغه د پلويانو محکمه د تير کال په نوومبر مياشت کي پيل او له هغه وروسته وځنډېده چي مرسي په محکمه کي په لوړ آواز وويل چي هغه اوس هم د دغه هيواد قانوني جمهور رييس دی.
مرسي د تيرکال په جولای مياشت کي له هغه وروسته د پوځ له خوا را وپرځول سو چي د حکومت پرضد يې خونړيو مظاهرو نورهم زور واخيست.
اخوان المسلمين د تروريست سازمان په توګه اعلان سو
حتی اوس هم د مرسي د پلويانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته کيږي. هغه د مصر لومړی انتخابي جمهور رييس دی. مرسي د مصر د اسلامي عدالت او آزادۍ (FJP) په ګوند پوري چي د اخوان المسلمين يو سياسي ښاخ دی اړه لري.
اخون المسليمن د تيرکال په دسمبر مياشت کي د مصر د پوځ له خوا د یوه تروريستي سازمان په توګه اعلان سو.