1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي هڅې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید د کچې له لوړیدو سره ایران له دې هیواد سره پر خپله پوله باندې د دیوالونو، خندقونو او نورو سترو پروژو له جوړولو سره، غواړي چې د قاچاق مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1CBhj

ایران یوازې تیر کال پر دغه شان پروژو باندې ۲۶ میلیونه ډالر ولگول. په دې ترڅ کې ایران له افغانستان او پاکستان سره د خپلې پولې پر سر، چې اوږدوالی یې ۲۰۰۰ کلیومترو ته رسیږي، نوي تدابیر تر لاس لاندې نیولې دي.

د ایران د مخدره توکو ضد، د پولیسو مشر جنرال علي موحدي، له دغو نویو جوړو شویو پوستو او دیوالونو څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د مخدره موادو قاچاق یوه مغلقه موضوع ده. قاچاق وړونکي بډايي وي. هغوی وخت نا وخت خپل تکتیکونه بدلوي او له پر مختللو وسایلو څخه کار اخلي چې له کبله یې د مخدره توکو کشفول په یوه سخت کار بدلیږي. د دې په خاطر چې موږ وشو کولای د مخدره توکو له قاچاق سره مؤثره مبارزه وکړو پرمختللو او نویو تجهیزاتو او امکاناتو ته اړتیا لرو.»

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې تولید شوي مخدره توکي د ایران له لارې اروپايي هیوادونو او امریکا متحده ایالاتو ته رسیږي. یوازې تیر کال په دې هیواد کې په ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول. دا د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۳۶ سلنه ډیروالی ښيي. د اټکلونو له مخې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوا ۵۵۰۰ میترک ټنه تریاک تولید کړي دي. د ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله په همدغه کال کې ۷۰۰۰ هکتاره ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې وه.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې یوازې تیر کال په دې هیواد کې په ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول
د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې یوازې تیر کال په دې هیواد کې په ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ولانځور: picture alliance/AP Photo

داسې گمان کیږي چې په ۲۰۱۴ کال کې به په افغانستان کې د ۲۰۱۳ کال په پرتله هم ډیر تریاک تولید شي. دا ځکه چې د پلان له مخې امریکا او په افغانستان کې له پوځي لحاظه نور ښکیل هیوادونه له دې هیواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو په حال کې دي او د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله د افغانانو پر غاړه دي.

ملگري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کورنۍ د تریاکو په تولید کې ښکیل دي. د دې سازمان د انډول پر اساس په دې هیواد کې یو میلیون معتادین هم ژوند کوي.

تیر کال په افغانستان کې د شاوخوا درې میلیارده ډالرو په ارزښت تریاک تولید شوي دي چې دا د دې هیواد د ملي ناخالص عاید ۱۵ سلنه جوړوي.

د ایران د مخدره توکو ضد ادارې یوه لوړپوړي چارواکي علي رضا، هغو دیپلوماتانو ته چې د ایران او افغانستان له پولې څخه یې لیدنه کول وویل: «په ۲۰۱۳ کال کې موږ ۵۷۳ ټنه بېلابېل مخدره توکي نیولي دي. دغه مواد له قاچاق وړونکو څخه نیول شوي دي. په دې ترتیب سره موږ د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۴ سلنه ډیر مخدره توکي نیولي.»

د افغانستان او ایران پر پولو باندې د اضافي تدابیرو د نیولو له پروژې څخه په ایران کې د ۱۴ هیوادونو دیپلوماتیکو استازو لیدنه کړې ده. دغه لیدنه د ایران د هغو هڅو برخه ده چې غواړي نړیوالې ټولنې ته وښيي چې د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه په لازمو اقداماتو لاس پورې کوي.

ایران له افغانستان څخه اروپا او د خلیج هیوادونو ته د مخدره توکو د قاچاق پر مسیر پروت دی. دغه هیواد هر کال د دې له پاره چې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې خپله ژمنتیا نندارې ته وړاندې کړي شاوخوا ۱۰۰ ټنه مخدره توکي سوځوي.

یوه سرحدي امنیتي چارواکي محمد کاظم تقاوي، د دیپلوماتو د لیدنې پر مهال وویل چې یوازې یوه ورځ مخکې یې له قاچاق وړونکو سره وسله والو نښته کړې وه: «په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ کیلو گرامه مخدره توکي ونیول شول. یو قاچاق وړونکی هم ووژل شو. د قاچاق وړونکو وسلې او نور تجهیزات هم ونیول شول.»

د ایراني چارواکو په خبره په تیرو ۳۰ کلونو کې ۳۷۳۴ ایراني سرحدي ځواکونه له قاچاق وړونکو سره په جگړه کې وژل شوي او ۱۲۰۰۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

په ایران کې هر کال په لسگونو ټنه مخدره توکي سوځول کیږي
په ایران کې هر کال په لسگونو ټنه مخدره توکي سوځول کیږيانځور: IRNA

ملگرو ملتونو ایران ته داسې تجهیزات ورکړی دي چې د دې هیواد له پولیسو سره په سر پټو ځایونو لکه د موټر په ټانکۍ کې د مخدره توکو په موندلو کې مرسته کوي. خو د دې هیواد چارواکي وایي چې لا ډیرو تجهیزاتو او نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

پر ایران باندې تور لگول کیږي چې د مخدره توکو قاچاق وړونکي د بشري حقونو په نه پام کې نیولو سره اعداموي. دغه ډول اعدامونه د ایران د ټولو اعدامونو ۷۳ سنله پیښې جوړوي. خو ایراني چارواکي وایي چې په دې قانون کې به یې بدلون را نه شي.

بهرنیو دیپلوماتانو روښانه کړې ده چې که څه هم ایران له مخدره توکو سره په مبارزه کولو، د خپلو خلکو ساتنه کوي، خو د هغوی په خبره دا مبارزه په غیرمستقیم ډول له نورو هیوادونو سره هم مرسته ده. دغو دیپلوماتانو هیله څرگنده کړه چې په راتلونکې کې به له ایران سره په دې برخه کې د مبارزې په موخه لا ډیرې نړیوالې مرستې وشي.