1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که فیسبوک مو شرایط ونه منل، په شپږو میاشتو کې یې بندوو»

۱۳۹۸ فروردین ۲۴, شنبه

د مخابراتو وزیر د مخابراتي خدماتو د کیفیت، د لس سلنه مالیې او د انترنت د بیو په ګډون د ټولنیزو شبکو پر کړنلارې په یوه خبري کنفرانس کې معلومات ورکړل. په دې وروستیو کې پر یاد وزارت د خلکو انتقادونه ډير شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Gj8O
Straßenverkäufer in Afghanistan
انځور: DW

نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۳ نیټه) د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آریوبي په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خپل وزارت د لاسته راوړنو او یو شمیر نورو مسائیلو په هکله معلومات وړاندې کړل. له هغې وروسته چې په افغانستان کې پر مخابراتي خدماتو ۱۰ سلنه مالیه وضع شوې، افغانانو د دغې پروسې پر شفافيت تل نیوکې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د همدې موضوع او د ۱۰ سلنه مالیې د مدیریت له کبله د دې وزارت پخوانی وزیر له دندې ګوښه او لويې څارنوالۍ ته معرفي شوی وو. د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرازق وحیدي څو ورځې وروسته د امنیتي چارواکو له لوري ونیول او زندان ته واچول شو.

 د لس سلنه مالیې او د دې موضوع د مدیریت په هکله آریوبي په خپلو خبرو کې وویل: «د ریال ټایم ډيټا منجمنټ سیستم په پروسې کار پیل شوی او ډير ژر به يې تجهیزات هېواد ته راورسیږي او د رسنیو په حضور به له ملت سره شریک شي.» ریل ټایم ډیټا منجمنت د ډیټابس یو سیستم دی چې په چټک ډول ډیر کارونه مخ ته وړي او د لس سلنه مالیې د راټولونې په برخه کې موثر ګڼل کیږي.

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie
انځور: AP

«اترا دې له وزارته ووځي یا د د وزارت په چوکاټ کې راوستل شي»

سربیره پر دې په دې وروستیو میاشتو کې ګڼ شمیر افغانانو د ټولنیزو شبکو له لارې د «اترا چیرې ده؟» تر نامه لاندې یو کمپاین پیل کړی دی. ګڼ شمیر افغانان انتقاد کوي چې مخابراتي شبکې له دوی څخه پیسې ګرځوي او پر حکومت باندې نیوکي کوي چې د دې راز کړنو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلی دی. د مخابراتو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې دغه څه نور د منلو نه دي. آریوبي وویل: «اترا ادارې ته یوه میاشت وخت ورکوم څو خپلې ۱۹ ژمنې عملي کړي.» د آریوبي په خبره کې چیرته اترا اداره خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو د حکومت له مشرتابه به وغواړي چې اترا بیرته د مخابراتو د وزارت په تشکیل کې راوستل شي او یا دا چې اترا اداره دې د مخابراتو د وزارت له ودانۍ څخه ووځي څو خلک یې په توپیر او فعالیتونو وپوهیږي.

آریوبي په خپلو خبرو کې وویل چې اترا ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره شل ژمنې کړي دي چې له دې ډلې څخه یوازې یوه یې چې د پیردونکو د شکایتونو د اوریدو له پاره د اړیکې نیونې د مرکز رغول وو، عملي شوي او پاتې نورې نه دي عملي دي.

«که فيسبوک مې غوښتنې ونه مني، په افغانستان کې به بند کړل شي»

د مخابراتو وزیر د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فسبوک د خوندیتوب په هکله هم څرګندونې وکړې. آریوبي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په واسطه د فيسبوک مرکزي ادارې ته رسمي لیک لیږي څو فسبوک په افغانستان کې خپل فعالیتونه د قانون په چوکاټ کې برابر کړي. آریوبي همداراز وویل چې له فيسبوک څخه به وغوښتل شي چې ټول هغه جعلي حسابونه چې د اسلامي ارزښتونو او د هیواد د دودونو سره په ټکر کې دي او یا د خلکو د اذیت او ازار سبب ګرځي، باید بند کړل شي. د مخابراتو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «فسبوک ته زه شپږ میاشتې وخت ورکوم چې زموږ ټولې پالیسۍ باید ومني او زموږ ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او که چیرته دا کار ونه کړي نو فيسبوک به په افغانستان کې بند کړل شي.»

د مخابراتو وزیر د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ناثبت شوو سیمکارټونو د خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې مخابراتي شرکتونه باید په دې اقدام لاس پورې نه کړي. آریوبي همداراز د سلام دولتي مخابراتي شرکت د 3G د بیو د ټیټیدو خبر هم ورکړ. د نوموړي په خبره اوس د سلام مخابراتي شبکې ۱ جي بي انترنت په ۵۰ افغانۍ وړاندې کیږي.

MCIT/SM/KH.NS