1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مخابراتو د نړيوال نندارتون سږني نوښتونه

۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبه

د کمپيوټر نوي ډول پردې، د درې بعدي کتنې تلويزيونونه او ګرځنده سامان آلات چې غږيز، انځوريز او د بېلابېلو رسنيو خپرنيز توليدات په کې راتلای شي، دا د مخابراتو د يو پنځوسم نړيوال نندراتون يا ايفا سږني په زړه پورې نوښتونه دي.

https://p.dw.com/p/12Rz7
د ايفا په نوم د مخابراتو د نندارتون يوه څنډه
د ايفا په نوم د مخابراتو د نندارتون يوه څنډهانځور: dapd

د نړۍ تر ټولو لوی د الکترونيکي سامان آلاتو نندارتون يا ايفا د جمعې ورځې راهيسې په برلين کې پرانستل شوی دی چې دروازې يې د چارشنبې په ورځ تړل کيږي. په زرګونو نندارچيانو هره ورځ ورڅخه ليدنه کوي چې تر ۱۴۰۰ زياتو شرکتونو په کې خپل الکترونيکي توليدات نندارې ته ايښي دي. د دغسې تخنيکي آسانتياو تقاضا او له هغو سره لېوالتيا په پېردونکو کې وار په وار زياتيږي.

هغسې تلويزيونونه چې انترنېټ پورې تړل شوي وي، د مختلفو آلاتو تر منځ پيوستون راوستونکي وسايل او نري ټېبلېټ کمپيوټرونه نورې د ليدو وړ تخنيکي آسانتياوې دي. د دې تر څنګ د انرژۍ سپما، ډيجيټل ادبيات او د لارښوونې يا نويګيشن خدامات نور مهم موضوعات دي. 

د ټلويزيون نرۍ پردې هم سږ کال ډېر محبوبيت لري
د ټلويزيون نرۍ پردې هم سږ کال ډېر محبوبيت لريانځور: picture alliance/dpa

په آلمان کې د خصوصي راډيويي او تلويزيوني رسنيو د ټولنې مشر يورګن دوېڅ د پرمختګ دغه لوری د حيرانتيا وړ نه ګڼي، بلکې وايي:

«د خصوصي راډيويي او ټلويزيوني خپرونو وړاندې کونکو سږ کال هم ډېر په زړه پورې خپرنيز توليدات عرضه کړي دي چې له امله يې په ليدونکو او آورېدونکو کې دغه هيله نوره هم ډېريږي چې تخنيکي نوښت لا ګړندی شي. ځکه چې هغه د تلوسې ډکې بوختونکې خپرونې دي چې دغو نويو برېښنايي سامان آلاتو ته ژوند وربخښي او کارونکو ته يې د يوې رنګينې نړۍ د ليدو ور پرانيزي.»

دا چې خپرونې په انترنېټ کې آورېدل او يا کتل کېدای شي، نو د ګرځنده وسايلو استعمال هم په زياتېدو دی، کوم چې نړيوال معلوماتي جال پورې تړل شوي وي.  
 

ليکونکی: نسيم صابر

کتونکی: مسعود جهش