د محسود وژل کیدو، پاکستان په غوسه کړی دی
۱۳۹۲ آبان ۱۲, یکشنبهد پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۲مه) په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دوی په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ریچارډ اولسون احضار کړ تر څو د هغه برید په اړه ورته احتجاج وکړي، چې په ترڅ کې یې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود ووژل شو.
د متحده ایالاتو د سفیر د احضارولو تر مخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان پر امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د ویجاړیدو تور لگولی دی.
د هغه په وینا دغه برید «د پاکستان د هغو هڅو برعکس وو چې په پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو له پاره دي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي دي چې «د حکیم الله وژل، د سولې د ټولو د هڅو د وژلو په معنی ده.» هغه زیاته کړې ده چې د دغه برید په پایله کې به د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ د همکاریو په برخه کې ډیری اړخونو ته له سره کتنه وشي. نثار په خپلو خبرو کې یادونه کړې ده چې «امریکایانو ویلي وو چې دوی به زموږ [پاکستان] د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. آیا دا ملاتړ دی؟»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وړاندې ویلي دي چې په پام کې وه د دیني علماو یو هیئت پاکستاني طالبانو ته د شنبې په ورځ د سولې رسمي بلنلیک وړاندې کړي. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې له دې سره سره به، له طالبانو سره د خبرو اترو هڅو ته ادامه ورکړي.
ویل کیږي چې طالب جنگیالیو د جمعې په ورځ ناوخته د طالبانو د وژل شوي مشر جسد په پټه توگه خاورو ته سپارلی دی. د طالبانو ویاند اعظم طارق ویلي دي چې دوی به د خپل مشر د وژل کیدو غچ واخلي. د ویاند په وینا امریکا او د هغې ملگرې باید خوشحاله نه شي، ځکه چې دوی به د خپل وژل شوي مشر بدل واخلي.
د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود موټر، د طالب مشرانو سره د یوې غونډې د تر سره کیدو وروسته په نخښه کړای شو. د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې د هغه ساتونکي او موټروان هم وژل شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو د مشر پر سر د پنځه میلیونه ډالرو انعام ایښی وو. ویل کیږي چې طالب مشران د حکیم الله محسود د ځای ناستې په اړه غور کوي او گمان کیږي چې خان سید چې د سجنا په نوم هم مشهور دی، د نوي مشر په توگه وټاکل شي.
پر خان سید باندې د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ۲۰۱۲م کال کې پر یوه زندان باندې د تر سره شوي برید تور دی، چې په پایله کې یې شاوخوا ۴۰۰ زندانیان له زندان څخه په تیښته بریالي شوي ول.
د حکیم الله محسود وژل کیدل د پاکستاني طالبانو ډلې ته لوی گذار بلل کیږي. تر دې دمخه د دغې ډلې مرستیال ولي الرحمن هم په روان کال کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی وو.