1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي اماراتو له خوا د مودي ستايلو پاکستانيان په قهر کړي

۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبه

عربي متحده اماراتو د هند لومړي وزير نریندر مودی ته تر ټولو لوړ ملکي مډال ورکړ. د اماراتو پر دغه اقدام پاکستانيان سخت غوصه شوي. پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د متحده اماراتو دغه کار غندلی دی.

https://p.dw.com/p/3OSE9
Pakistan Kaschmir Protest & Unruhen in Lahore
انځور: AFP/A. Ali

د ابوظبهې ولي عهد شيخ محمد بن زائد النهيان د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۴مه نېټه) د يوې ځانګړې غونډې پر مهال، د هندوستان لومړي وزير نريندا مودي ته د دغه مډال په ورکول سره وويل: «تاسو د دې مستحق ياست.»

د اماراتو پر دغه اقدام پاکستانيان سخت غوصه شوي، آن تر دې چې په ټولنيزو رسنيو کې د «پر يو اي اې ته شرم دی» هشتک په تر ټولو ډير ليدل شوو او لوستل شوو مطلبونو کې راغلی دی.

عربي متحده اماراتو د هندوستان لومړي وزير ته د دغه لوړ وياړ د ورکړې پريکړه، د روان کال په اپريل مياشت کې کړې وه. شيخ النهيان په خپل يوه ټويټ کې د دغه اقدام دليل، هندوستان سره تاريخي او اقتصادي اړيکې ښودلې چې پر وينا يې دغه اړيکې تر ډيرې د مودي په دور کې تر پياوړې شوي دي.

Indien Neu Delhi | Indien feiert 73. Unabhängigkeitstag
انځور: Reuters/A. Abidi

احتمال لري پر دغې مسئله د پاکستانيانو د غوصې لامل، تر ډيره په سيمه کې روانو سیاسي حالاتو سره تړاو ولري. د مودي حکومت شاوخوا شل ورځې مخکې د کشمير نیمه خپلواک حیثيت لغوه او دغې سيمه ته يې نورو هندي پوځيان واستول. د رپوټونو پر اساس، هند په کشمیر کې د اعتراضونو له ويرې د ګرځبندۍ اعلان کړی دی. په لومړيو ورځو کې خو آن مخابراتي خدمتونه بند کړل شوي وو. په دغه ډول يو ترينګلي وضعیت کې د پاکستان یو دوست هیواد له خوا مودي ته د یو معتبر مډال ورکول به د پاکستان حکومت د خوښې خلاف يو عمل دی. خو دا چې اوس مهال پاکستان له نورو ستونزو سره لاس او ګريوان دی نو په داسې وضعيت کې نه دی چې پر دغې مسئله اعتراض وکړي. 

خو د پاکستان خلکو پرې د ټولنيزو رسنیو له لارې خپل غبرګون ښکاره کړی دی. اوس مهال په پاکستان کې پر ټويټر د «#ShameOnUAE» (عربي متحده اماراتو ته شرم) هشتک، په لاره اچول شوی. دا په ټويټر کې د تر ټولو ډير کتل شوو او لوستل شوو مطلبونو په ډله کې راغلي.

د محمد ماز په نوم د یوه پاکستاني د ټويټ په يوه برخه کې راغلي: «هغه خلک چې د ظلم پر وړاندې خپل غږ نه پورته کوي، هغوی هم په ظلم کې شريک دي». 

د نائيلې په نوم يوې بلې پاکستانۍ ليکلي: «د دا ډول قدرتونو ايمان يوازې پيسې دي، دوی يوازې په نوم مسلمان دي.»

د اماراتو يو پروفيسور عبدالله بیا وايي که څه هم د يو مهم مډال د ورکړې له پاره دا يو څه حساس وخت وو، خو په ټوله کې عربي متحده اماراتو ښه او پر ځای کار ترسره کړ. هغه زیاتوي: «که تاسې هر کار وکړئ او په هر ډول او طریقه یې وکړئ، بیا هم ځینې خلک شته چې حتماً به انتقاد کوي.»