1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د مالیزیا حجاب لرونکي پهلوانه

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

د مالیزیا ټیټکۍ حجاب لرونکي پهلوانه چې د «فینکس» په نوم شهرت لري، د غېږي په میدان کې یوه عجیبه ننداره ده. هغه د نارینوو تر تسلط لاندې د پهلوانۍ په میدان یا غیږې نیونې په نړۍ کې خپل حریفان لاندې کوي.

https://p.dw.com/p/3ML9S
Malaysia Wrestling Phoenix Nor Diana
انځور: Getty Images/M. Rasfan

د دغي پهلوانې پر پتلون باندې چې پرې د اور د لمبو رسم دی، د تور او نارنجي رنګ لرونکي کمیس او حجاب سره د غیږې نيوني میدان ته کښته کیږي. نور دیانا، چې په مالیزیا کې د «فینکس» په نامه شهرت لري ډیر ماهرانه حرکتونه کوي، څو د خپلو سلونو نندارچیانو پر وړاندې تر ځان ستر حریفان راچپه کړي.

هغه چې ۱۵۵ سنتي متره قد لري او یوازې ۴۳ کیلوګرامه وزن لري، د خپل سرعت او زرنګۍ له کبله کابو د خپل هر حریف پر وړاندې مناسبه بریښي.

دغه ۱۹ کلنه د محافظه پالو له خوا د غيږي میدان ته د ورښکته کیدو له کبله له انتقاد سره مخامخ ده، خو په ټولنیزو رسینو کې ډیره ستایل کیږي او د نورو حجاب لرونکو میرمنو د لیوالتیا د راپاریدو سبب شوې ده.

د خپلې وروستۍ لوبې تر ګتلو وروسته نوموړې له فرانسي خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «سره له دې چې زه مسلمانه یم او حجاب کوم، هیڅ شی ما له هغه څخه نه شي راګرځولی چې ورسره مینه لرم.»

Malaysia Wrestling Phoenix Nor Diana
د غيږي نیوني تر میدان د باندې فینکس په ډیره نرمه لهجه خبرې کوي او په یوه روغتون کې کار کوي.انځور: Getty Images/M. Rasfan

فینکس د مالیزیا د غېږ نیولو په ځایي سیالیو کې برخه اخلي چې د امریکا د غیږې نیولو مشهورې لوبې ورلډ ریسلنګ اینټرټنمنټ، (WWE) ته ورته ده.

د مالیزیایي لوبې ډول امریکایي لوبې په څیر د سپورت تر څنګ د تیاتر تمثیل ته ورته دی، چې حریفان یو او بل ته مخامخ کیږي خو د لوبې نتیجه لا ترمخه ټاکل شوي وي.

نور دیانا د دغه پهلوانې اصلي نوم نه دی او هغې له خپل اصلي هویت ښوولو څخه ډډه کړې. خو د غيږي تر میدان د باندې فینکس ډیره په نرمه لهجه خبرې کوي او په یوه روغتون کې کار کوي. خو کله چې د پهلوانۍ خپل کالي اغوندي نو د فینکس په شکل کې بیخي په یوه بل کس باندې اوړي.

نور دیانا، له کوالالمپور څخه دباندې د پوچنګ په سیمه کې د سپورت په یوه جیم کې د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د فینکس په شکل کې، زه بیخي یو بل کس یم. ښایي هغه [فینکس] کوچنۍ وي، خو هغه څه کولی شي چې ښایي خلک یې هیڅ تصور و نه کړي.» هغې په خپلو خبرو کې ویلي دي چې کله د پهلوانۍ په میدان کې وي، ډیره ګړندۍ وي او تل غواړي چې بریالۍ شي.