1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو له پاره «بې رحمه کال»

۱۳۹۷ دی ۷, جمعه

یونیسیف د ۲۰۱۸م کال ناوړه پيښو ته کتنه کړې. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په وینا نړیواله ټولنه ډیرې ځلي په دې کې پاتې راغلې ده چې په کړکیچ ځپلو سیمو کې نجونې او هلکان له زور زیاتیو خوندي وساتي.

https://p.dw.com/p/3AiGj
Syrien Kinder werden nach möglichem Giftgaseinsatz in Douma behandelt
انځور: picture alliance/AP Photo/Syrian Civil Defense White Helmets

یونیسیف ۲۰۱۸م کال د ماشومانو له پاره يو «بې رحمه کال» یاد کړی دی. د یونیسیف د بیړنیو مرستو پروګرام مشر مانویل فونتین، له لورې په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې په نړۍ کې په کړکیچ ځپلو سیمو کې نجوني او هلکان «د ډير تاوتریخوالي» له کبله اغیزمن شوي دي. دغه اعلامیه چې د آلمان په کولن ښار کې خپره شوې ده پکښې راغلي دي چې «نړیواله ټولنه د هغوی په خوندیتوب کې پاتې راغلي ده.»

د یونیسیف د بیلانس له مخې په زورنو نجونې او هلکان د جګړې د تاوتریخوالي مستقیم قرباني ګرځیدلي دي او په میلیونونو ماشومان د خپلو حقوقو څخه محرومه شوي دي. زیاته شوې ده چې په ډيرو کړکیچ ځپلو هیوادونو کې پر ماشومانو بریدونه شوي دي، د انساني سپر په توګه کار شوي، وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي او د ماشوم عسکر په توګه جذب کړل شوي دي.

یونیسیف په خپل دغه رپوټ کې شکایت کړی دی چې د نایجیریا او سومالیا په شان هیوادونو کې جنسي تیری، اجباري ودونه او یا تښتول زیاتره مهال د جګړو له تکتیکونو څخه ول او په زیاتره پيښو کې عاملین نه دي مجازات کړل شوي.

د قربانیانو شمیر مخ پر لوړیدو دی

د یونیسیف د وینا له مخې ملګرو ملتونو په سوریه کې د روان میلادي کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر میاشت پورې د ۸۷۰ ماشومانو وژل تائید کړي دي. دا په سوریه کې د کړکیچ له پیلیدو راهیسې د ماشومانو تر منځ د نهو میاشتو په موده کې د مرګ ژوبلې لوړه کچه ده. همداشان په افغانستان کې په همدغه موده کې ۵۰۰۰ نجونې او هلکان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تیر میلادي کال کې د ماشومانو تر منځ د مرګ ژوبلې شمیر ۵۰۰۰ تنو ته رسیده.

ویل شوي دي چې په یمن کې د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۴۲۷ ماشومان یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. خو دلته یوازې هغه ارقام مطرح دي چې ملګرو ملتونو تائید کړي دي.

ویل شوي دي چې په یمن کې پر ډیرو ښوونځيو او روغتونونو باندې بریدونه شوي دي او یا ترې د پوځي موخو له پاره ناوړه استفاده شوې ده. یونیسیف د جګړې پر ټولو ښکیلو اړخونو باندي غږ کړی دی چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته په سملاسي توګه د پای ټکی کښیږدي او په ځانګړې توګه پر ښوونځیو او روغتونو باندې له بریدونو ډډه وکړي.