د مارانو پوست څرنگه تر لاسه کیږي؟
مار یو له خطرناکو ژوو څخه دی، خو د اندونیزیا د دغو انځورونو په لیدلو سره احساسیږي چې انسان تر هغه هم خطرناک دی. د مار له پوسته څرنگه شیان جوړیږي. (د دویچه ویله اردو څانگه)
فابریکې
په اندونیزیا کې ځینې داسې فابریکي شته، چې د مار پوست پکښې چمتو کیږي. ځینې خلک پر خپلو کورونو کې هم دغه گټور کار و بار کوي.
زړه راښکونکي شیان
په نړۍ کې په خاصه توگه په لویدیځ کې داسې شتمن شته چې د مار له پوسته جوړ شوي بکسونه، جاکټونه او بوټان په ډیر شوق سره رانیسي.
کاري حالتونه
خو په کومو فابریکو کې چې دغه پوست چمتو کیږي، د هغه ځای نندارې هیڅ په زړه پورې نه دي. د مار د غوښې او پوست بوی پر هر لور خپور وي.
اندونیزیا يې په سر کې ده
اندونیزیا په نړۍ کې د مار د پوست ستر هیواد گڼل کیږي. د فابریکو د خاوندانو په وینا د مارانو ډیره ښه ساتنه باید وشي، خو حقیقت څه بل ډول دی.
مخ پر زیاتیدونکي تقاضا
د مار د پوست مخ پر زیاتیدونکي تقاضا په پام کې نیولو سره په اندونیزیا کې د مار ښکار ډېر شوی.
د مارانو وژل
په اندونیزیا کې هره اوونۍ په زرگونو ماران وژل کیږي، څو زیات پوست تر لاسه او زیاتې پیسې په لاس راوړل شي.
د پوست د تیارولو طریقه
ماران تر وژل کیدو وروسته په اوبو کې ایښودل کیږي. د پوست تر نرمیدو وروسته له مار څخه پوست ویستل کیږي او د وچیدو له پاره لمر ته ایښول کیږي. ځیني وختونه دغه پوست په سترو تنورونو کې هم ايښول کیږي.
بې وسه مار
د پوست ترلاسه کیدو وروسته پکښې د اوسپني ډنډه اچول کیږي چې په مناسبه طریقه پوست وِغځول شي.
له مارانو سره ظالمانه چلن
د حیواناتو د حقوقو له پاره کارکوونکي سازمانونو په وینا د مارانو د پوست ترلاسه کیدو له پاره له هغوی سره ډیر ظلم کیږي، چې باید پای ومومي.
گټور کار و بار
د مار له پوسته جوړ شیان په لویدیځ کې په گرانه بیه پلورل کیږي، خو په اندونیزیا کې یې کارگرو ته زیاتې پیسې نه رسيږي.
د مار غوښه...
د مار له پوسته نور شیان لکه دغه ډول د بایسکل زین هم جوړیږي. پر دې سربیره د مار غوښه او کولمې هم پلورل کیږي. په جاپان او چین کې د مار غوښه ډیره پلورل کيږي. پر دې سربیره په داروو کې هم کارول کيږي.