1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د مار د غوښو خوړل هډوکي پياوړي کوي»

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د لیري ختیځ د ځينو هیوادونو په ریستورانتونو کې داسي مختلف خواړه موندل کیږي چې په نوره نړۍ کې معمول نه دي. ویټنام یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د حشرو مختلف ډولونه د خلکو د خوراک یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/34jgl
Bildergalerie Ungewöhnliche Gerichte der Welt
انځور: Getty Images/AFP/Philippe Lopez

د ویټنام په خلکو کې داسې تصور موجود دی چې، کله چې د انسان د بدن د تودوښي درجه لوړه شي نو د هغې د کنترول او کمښت له پاره د مار غوښه ګټه کوي.

دا د ویټنام په خلکو کې دود دی او د سونو کلونو راهیسي ماران خوري. د دې روایت له مخې د مارانو د غوښو په خوړلو سره د سر درد ورکیږي او د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

د ویټنام په ډیرو هوټلونو کې مېلمنو ته د مارانو له غوښې جوړ خواړه وړاندې کیږي. په ځينو ریستورانټونو کې ژوندي ماران په صندوقونو کې ساتل کیږي او کله چې مېلمه مار خوښ کړي بیا یې نو ټوټې ټوټې کوي او مېلمه ته پخوي.

په ريستورانټونو کې مېلمنو ته د مار وینه د اوربشو له اوبو څخه د جوړ شوي بير یا شرابو سره ورکول کیږي. د ویتنام په کليوالي سیمو کې داسي تصور هم موجود دی چې پنځوس کلن یا تر هغه لوړ نارينه باید د مارانو د ويني شراب ضرور وڅښې، ځکه دا په دوی کې د غښتلتیا او قوت یوه لویه زیرمه ګڼل کیږي.

د دغه هیواد د روایاتو مطابق دا د ملاء درد او مردانه کمزورۍ مخه نیسي. دا هم ویل کیږي چې د مارانو غوښي د انسان د بدن هډوکي پیاوړې کوي.

د مارانو له غوښي څخه مختلف ډوله خواړه برابریږي چې د مینه والو په خبره یې تر خوړو وروسته د قوت او تازګۍ احساس کوي.  

بل لور ته د چاپیریال ساتنې فعالان وایې چې په ځنګلونو کې د مارانو نیول او وژل په حقیقت کې د ایکو سیستم خرابول دي. د دوی په خبره داسې ځنګلي ژوي مخ پر ډیریدو دي چې ماران یې خوري. د دغو فعالانو په وینا په تجارتي ډول د مارانو د خوراک استعمال د ځمکني چاپیریال له پاره زیان رسوي.

پر اړونده موضوع زمونږ را آرشیف څخه انځوریز رپوټ: