1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیسبوس ساحل ته نږدې د مهاجرو کیشتۍ ډوبه شوې

۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبه

د رپوټونو په حواله د یونان لیسبوس ټاپو ته نږدې د ترکي مهاجرو د یوې کیشتۍ د ډوبیدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یو ترکي سیاستوال اټکل کوي چې دغه مهاجرت په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې له ناکامې کودتا سره ارتباط لري.

https://p.dw.com/p/32Jfc
Türkei Küstenwache
انځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc

د «ترک سي ان ان» تلویزوني شبکې په حواله، په وژل شویو کسانو کې درې تنه نوي زیږیدلي ماشومان هم شامل دي. د ترکیې دولتي خبري آژانس (اناتولي) اعلان کړی دی چې په دغې بادي کشتۍ کې ۱۶ تنه سپاره ول چې اټکل کیږي ۲ تنه یې قاچاقبران ول.

د دغه خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې په کښتۍ سپاره کسان ترکي اتباع ول. ساحلي ګارد له دوی څخه نهه تنه ژغورلي او د یو بل کس پسې لټون روان دی.

د دغه آژانس د رپوټ پر بنسټ د پناه غوښتونکو لیږدونکي دغه کښتۍ د ترکیې د آیوالیک له ښار څخه د لیسبوس ټاپو پر لور روانه وه. د ترکیې یوه سیمه ایز چارواکي د «اناتولي» په حواله ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره مسافر د فتح الله ګولن د غورځنګ پلویان ول.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې نوموړی چارواکې څنګه دې نتیجې ته رسیدلي دي. د ترکیې رهبري د ترکیې مشهور واعظ فتح الله ګولن غورځنګ، د ۲۰۱۶ م کال د جولای په میاشت کې په ترکیه کې د ناکامې کودتا مسئول بولي.

له هغه وخت راهیسې د دولت د مخالفينو او خبریالانو په ګډون په لسګونه زره کسان چې ادعا کیږي د ګولن پلویان دي نیول شوي دي. شاوخوا ۱۳۰ زره کسانو په دولت کې خپل کار له لاسه ورکړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ۲۰۱۶ م کال تر ناکامې کودتا وروسته په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ چې له هغه وخته را په دېخوا په مجموع کې ۷ ځله غځیدلی دی.

د روان کال د جولای په ۱۹ نیټه بیړنی حالت پای ته ورسید. البته د اردوغان په مشرۍ د عدالت او توسعې محافظه پاله ګوند د ترور ضد شخړیز قانون په پارلمان کې تصويب ته ورساوه. په دې توګه نو د دولتي ادارو اختیارات لا زیات پراخ شوي دي.