د ليکل سوي ژبي تاريخ څومره زوړ دی؟ ـ انځوريز راپور
د ايتنولوګ انستيتيوت په حواله په نړۍ کي دمګړی تر ۷ زرو زياتي ژوندۍ ژبي سته چه له دې څخه نږدې ۴ زره يې د ليکلو نظام لري. خو د ژبي د ليکلو تاريخ څومره زوړ دی؟ دلته يې ولولئ:
بېخي زيات توري
د سېلابي تورو يا ليک يو تر ټولو زوړ ثبوت په چين کي موندل سوی او په چينايي ژبه دی. دغه ليک تر ميلاد ۱۴۰۰کاله د مخه د غوايي پر پوست ليکل سوی. دمګړۍ په چينايي ژبه کي تر۵۰ زرو زيات توري يا ګرافيمونه سته چي که څوک ورڅخه ۳۵۰۰ زده کړي نو د ليکل سوو موادو ۹۸ سلنه لوستلای سي. د دې له پاره چي يو ماشوم په بشپړه توګه چينايي زده کړي نو زيات کلونه بايد درس ووايي.
انځور نه بلکي يو ليک
په ۲۰۲۱م کال کي په اندونيزيا کي په يو غار کي د خنځير داسي رسامي سوی انځور وموندل سو چي کارپوهانو ۴۵۵۰۰ کاله پخوانی اټکل کړی دی. له دې مخکي د فرانسې په سويل کي موندل سوي د غواګانو رسامۍ (انځور) چي ۲۰۰۰۰ کاله پخوانۍ اټکل سوی دی تر ټولو زوړ بلل کېدی. دومره وخت مخکي انسانانو لا ژبه د تورو په مرسته نه ليکله، بلکي دغه انځورونو د ليک او معلوماتو د لېږد کار ورکاوه.
ميخي خط يا توري
د تورو په مرسته د ژبي د ليکلو تر ټولو زړې بېلګي په بين النحرين يا نني عراق کي موندل سوي. سميريانو تر ميلاد ۳۳۰۰ کاله دمخه ميخي خط يا توري رامنځته کړل. هغوی به د يوه تيره اوزار يا ميخ په مرسته په پسته ډبره يا خټه کي توري په وهلو سره کونده کول. په لومړي سر کي دغه رسمي توري ول يا په بله اصطلاح د اړونده شي رسم سوی انځور يې وړاندي کاوه. خو دغه وروسته په فونېتيکي او بې ږغه تورو بدل سول.
کوډګر ويونه/لغتونه
مصريانو خپل د ليکلو نظام يا ليک ته د «ميدو نيچر» خطاب کاوه چي معنی يې د «الهي ويونو ليک» وه. نن دغه ليک ته د هيروګلوف نوم کارول کيږي چي له يوناني څخه منبع اخلي او معنی يې د «مقدس ليک» ده. دغه ليک چي تر ميلاد ۳۲۰۰ کاله دمخه کاريدی په لومړي سر کي يې سمبولونه صرف انځوريز فونوګرامونه ول. خو وروسته پکښي بې ږغه او نور توري ورزيات سول.
د مايا کلتور
يو شمير داسي ليکل سوي ژبي سته چي تر نن پوري لا معلومه سوې نه ده چي څوک يې څنګه ولولي. په دغو کي د مرکزي امريکا د مايا کلتور هم شامل دی. عيسوي اُسقف ديېګو دې لاندا په ۱۵۶۲م کال د مايا يو شمير مقدس او عبادت ځايونه ونړول. په دغو کي زيات شمير انځورونه او لیکل سوي اسناد موجود ول چي له منځه ولاړل. له دغو څخه صرف څلور سندونه پاته دي چي لرغونپوهان ورڅخه صرف ۸۰۰ توري لوستلای سي. نور هر څه له منځه تللي.
لاتين
لاتيني ژبې د روم د امپراتورۍ سره يوځای وده وکړه. د دغي ژبي د ليکلو نظام او توري له يوناني څخه اخذ وکړ. روميانو د خپلي اړتيا سره سم دغې ژبي او ليک ته يې تغير ورکړ. د ليکلو دغه نظام وروسته د نژدې ټولو اروپايي ژبو د ليکلو له پاره وکارول سو. لاتيني توري نن په نړۍ کي تر ټولو زيات استعمالېدونکي توري او د ليکلو نظام ګڼل کيږي.
عربي ژبه او عبراني ژبه
عربي ژبه په دوو طرزونو ليکل کيږي: يو طرز يې د ورځني کارونې او استعمال طرز دی چي له زياتو پيړيو راهيسي دود دی. دويم طرز يې په ښکلي توګه د تورو ليکل دي چي د خطاطۍ د هنر طرز دی. خو د عربي برعکس د يهوديانو عبراني ژبه په ۱۹۴۸م کال د اسرائيل له جوړېدلو مخکي صرف په ديني متونو کي کارول کيدله. وروسته دغه ژبه د هيواد رسمي ژبه وبلل او ورځني ژوند ته داخله سوه.
انقلابي موندنه
د نړۍ تر ټولو زوړ چاپي کتاب انجيل دی چي د آلمان د ماينڅ په موزيم کي پروت دی. آلماني يوهانس ګُټنبېرګ په ۱۴۵۲ عيسوي کال د چاپ طريقه اختراع کړه. هغه وتوانېد چي په دوو کلونو کي ۲۰۰ انجيل کتابونه چاپ کړي. که د چاپ طريقه نه وای اختراع سوې نو به نن د ښوونځي او نور کتابونه نه وای. د هاوايي ژبي ليکل صرف په ۱۲ تورو او يو سمبول کيږي. له دې کبله د زده کړې په ترڅ کي دا تر ټولو آسانه ليک بلل کيږي.
د ليکلو ټايپي ماشين
انسانانو تر زيات وخت پوري په نيي، بڼکه او قلم ليکل کول. خو تر صنعتي انقلاب وروسته په دغه برخه کي هم هله انقلاب راغلی، چي د ليکلو لومړی د ټايپ ماشينونه بازار ته راووتل. خو کله چي کمپوترونه عام سول نو د ټايپ د ماشين ځای کمپيوتري پرنټرانو ونيو. د کمپيوتر په پير کي د کاليګرافي يا خطاطۍ هنر د له منځه تلو په حال کي دی.
يويشتمي عيسوي پېړۍ ته ښه راغلاست
په يويشتمه پيړۍ کي زياتي ليکنې نور نه په قلم کيږي او نه هم په پرنټر يا بله وسيله چاپيږي. بلکي د کمپيوتر پر هارډ ډسکونو، يو اس بي وسيلو او انټرنټ د معلوماتو ځيرمه کول او ورته د اړتيا په صورت کي لاسرسی عام سوی دی. کمپيوتر د هري ژبي معلومات و کمپيوتري اساسي د صفر او يو نظام ته اړوي او زېرمه کوي يې. خو له بل اړخه نوې ټيکنالوژي د زياتو شاته پاتو ژبو د پرمختګ لامل سوې هم ده.
د بې سوادۍ ستونزه
په لنډ وخت کي د نوي ټيکنالوژۍ د زيات پرمختګ او په معلوماتي نظام کي د انقلاب راتلو باوجوده په نړۍ کي زيات انسانان لا تر اوسه له ليک او لوست څخه بې برخي دي. د يو اټکل له مخي دمګړی په نړۍ کي تقريبا ۷۸۰ ميليونه انسانان سته چي ليک او لوست نه سي کولای. دغه ستونزه په زياته د افريقا په ستره وچه او هند کي ډېره جدي ده. د نارينه وو په پرتله په مېرمنو کي بي سوادي لا زياته ده.