1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا لومړی وزير تښتول سوی دی

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۱۸, پنجشنبه

د ليبيا لومړی وزير علي زايدان په طرابلس کي نامعلومو وسله والو تښتولی دی. د عربي تلويزيونونو د راپورونو له مخي د ليبيا حکومت په خپله انترنيټ پاڼه کي دغه خبره تاييد کړې ده.

https://p.dw.com/p/19xDw
انځور: picture-alliance/AP Photo

د راپورونو له مخي په طرابلس کي پر هغه هوټل باندي يرغل سوی دی چي علي زايدان پکښې وو او له څو تنو بدرګه کوونکو سره يو ځای يوه نامعولم لوري ته تښتول سوی دی. تر اوسه پوري هيڅ يوې ډلي هم د دغي تښتوني مسؤليت پر غاړه نه دی اخيستی.

په ليبيا کي څارونکي دغه پيښه په دغه هيواد کي د القاعدې شبکې د مشر اناس الليبي له نيولو سره تړي. الليبي د شنبې په ورځ په طرابلس کي د امريکا د کوماندو يوې ډلي و نيو او له ليبيا څخه يې وايست.

د الليبي تر ورکېدو وروسته تندلارو اسلامي ډلو د دغه هيواد په بنغازي ښار کي اعتراضي مظاهرې وکړې. د مظاهره کوونکو په خبره «دا د منلو وړ نه ده چي بهرنيان دي د ليبيا په زړه کي د دغه هيواد يو وګړی ونيسي او له ځانه سره دې بوزي.» تر دغي پيښي وروسته د ليبيا حکومت د امريکا متحده ايالاتو سفيره ور وغوښتله، خو په عينی حال کي يې ټينګار وکړ چي دغه راز له واشنګټن سره د ښه اړيکو لرلو ته هيله من دي. د چهارشنبې په ورځ زيدان د الليبي له کورنۍ سره ليدلي ول او ژمنه يې کړې وه چي «هغه ټول کارونه به تر سره کړي تر څو د الليبي حقوق خوندي پاته سي.»

علي زيدان چي د ليبيا لومړی انتخاب سوی لومړی وزير دی له ډيره وخته د پخواني ديکتاتور معمر القذافي يو له سختو مخالفانو څخه شمېرل کېدی او د هغه د واکمني پرمهال له هيواد څخه دباندي په تبعيد کي يې ژوند کاوه.

د ۲۰۱۱ کال له اکتوبر مياشتي راهيسي چي د قذافي حکومت ړنګ سوی دی په ليبيا کي ناکراری نوري هم ډيري سوي دي. په دغه هيواد کي ډيري پخوانۍ وسله والي دلي حکومت ته خپلي وسلې نه سپاري. په وروستيو مياشتو کي دغو وسله والو ډلو دولت ته ډېر سرخوږی جوړ کړی دی.