1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای سلمه کلیزه

۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای په مراسمو کې ګډون وکړ. آلمان او فرانسه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یو د بل دښمنان ول، اوس قوي ستراتیژیک متحدین دي.

https://p.dw.com/p/383pW
Merkel und Macron Gedenkstätte Compiegne Erster Weltkrieg | Waffenstillstand 1918
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د نړۍ د مختلفو هیوادونو سیاستوالو د یکشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۱) په پاریس کې د ۱۹۱۸ میلادي کال د نومبر میاشتې په یولسمه نیټه د لوموړۍ نړیوالې جګړې د پای د یادون په مراسمو کې ګډون وکړ. آلمان او فرانسه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یو د بل دښمنان ول اوس قوي ستراتیژیک ملګري یا متحدين دي.

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په فرانسه کې ریتهونز سیمې ته ورغلل چیرې چې له نن څخه دقیق ۱۰۰ کاله مخکې د نړیوالې جګړې د پای ته رسولو له پاره یو تاریخي تړون لاسلیک شوی وو.

د فرانسې له پلازمېنې پاريس څخه ۵۴ کیلومتره لیري د کومپیئن ځنګلونه له یوه تاریخي حیثیت څخه برخمن دي. د ۱۹۱۸ م کال د نومبر میاشتې په یولسمه نیټه دلته د ریتهونز په مقام کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسولو په خاطر یوه مهمه معاهده لاسلیک شوې وه.

آلمان او اتحادي ځواکونو یې د همدې کال د یولسمې میاشتې په یولسمه نیټه د اورګاډي په یوه واګون کې یو ابتدایې تړون ته نهایي شکل ورکړ چې په اساس یې دغې څلور کلنې نړیوالې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شو.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل مایکرون د دې ورځې د یاد تازه کولو په موخه له دې تاریخي ځای څخه لیدنه وکړه. په دې ترڅ کې دواړو مشرانو په سمبولیک ډول د لاسلیک کولو مراسم تکرار کړل.

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون، د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل سره له تاریخي ځایونو او د لومړۍ نړیوالې جګړې له میدان څخه د لیدنې پر مهال د موجوده وخت خطرونو ته اشاره وکړه. هغه وویل: «مونږ هغه شیبه تجربه کوو چې د جګړې زمان ته ورته دی». نوموړي په خپلو دغو څرګندونو سره هغه ناسونالیزم ته اشاره وکړه چې یو وار بیا په اروپا کې د سر پورته کولو په حال کې دی. ماکرون همدارنګه د اقلیتونو څنډې کولو او حتی د یهودانو زورونې ته هم اشاره وکړه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې د سل کاله پوره کیدو په مناسبت د اونۍ په پای کې په فرانسه کې ډیر شمیر یادګاري مراسم نیول شوي دي چې د نړۍ د ۶۷ هیوادونو مشران په کې ګډون کوي. لومړۍ نړیواله جګړه د بشریت د تاریخ تر ټولو خرابه جګړه بلل کیږي. په دې څلور کلنه جګړه کې د فرانسې ۱،۴ او د آلمان دوه میلیونه سرتیري ووژل شول.

دا جګړه په ۱۹۱۴ م کال کې پیل او تر ۱۹۱۸ م کاله پورې یې دوام وکړ. په دې جګړه کې ۷۰ میلیونو عسکرو برخه اخیستې وه. د دې جګړې په نتیجه کې په مجموع کې ۴۰ میلیونه انسانانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پر فرانسې سربیره د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم په همدې مناسبت د یادون مراسم نیول شوي دي. د آلمان جمهور رئیس فرانک ولتر شټاین میایر هم په همدې مناسبت دې ته ورته مراسمو کې د ګډون له پاره لندن تللی دی. په دغو مراسمو کې چې نن د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي، د انګلستان د ملکې الزابت سربیره د دغه هیواد لومړۍ وزیره تریزا می هم ګډون کوي.