1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړي ځل له پاره يوه ښځه د سلواکيا ولسمشره شوه

۱۳۹۸ فروردین ۱۱, یکشنبه

زوزانا کوپوتوفا د سلواکيا د ولسمشريزو انتخاباتو په دوهم پړاو کې بريالۍ شوه. هغه چې وکيله او مدنی فعاله ده، حتي تر څو مياشتې مخکې پورې لا يوه پيژندل شوې سياسي څيره نه وه، خو ډير ژر به د سلواکيا په راس کې راڅرګنده شي.

https://p.dw.com/p/3Fxgg
Slowakei Zuzana Caputova Präsidentschaftskandidaten Wahlplakat
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Josek

د سلواکيا هيواد د ولسمشريزو ټاکنو د رايو شميرنې، د انتخاباتو د شنونکو وړاندوينه تائيد کړه. زوزانا کاپوتوفا لومړنۍ ښځه ده چې ډیر ژر به د سلواکيا هيواد په راس کې قرار ونيسي. دغه ۴۵ کلنه ښځه چې وکيله، د چاپيريال او مدني چارو فعاله ده، د سلواکيا د ولسمشريزو ټاکنو په دوهم پړاو کې وتوانيده چې له خپل سيال ماروس سفکوويچ څخه د شاوخوا ۶۰ سلنې رايو په ترلاسه کولو مخته شي. سفکوويچ د حاکم سوسيال ګوند له خوا ولسمشرۍ ته نوماند و.

د سلواکيا د رای ورکونې مرکزونه د شنبې ماښام په ۱۰ بجو وتړل شول. دغه انتخابات چې د پسرلي موسم په يوه لمريزې ورځ کې ترسره شول، پرته له کوم خاصې پيښې پاي ته ورسيدل. ډير شمير سلواکيايان چې په اتريش، هنګري او چک جمهوريت کې ژوند کوي په انتخاباتو کې د ګډون له پاره سلواکيا ته تللي ول. د دې علت دا وو چې رای اچونه بايد يوازې د هيواد په دننه کې ترسره شوې وای.

په پام کې ده چې د دغو انتخاباتو وروستۍ پايلې د يکشنبې ورځې (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۳۱مه) په نيمايي کې اعلان شي.

د سلواکيا انتخاباتي کمپاينونه د ژورناليست یان کوچياک وژنې متاثره کړي وو. د دغه قتل څرنګوالی لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی روښانه شوی. يان کوچياک او د هغه نامزده د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ مياشتې په ۲۱مه په خپل کور چې د سلواکيا پلازمينه براتيسلاوه ښار په ختيځ پروت دی، په ډزو ووژل شول.

Slowakei Zuzana Caputova Präsidentschaftskandidaten
کاپوتوفا د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال هم د اعتراضي خوځښت د غوښتنو ويانده وهانځور: Reuters/R. Stoklasa

د هغه وژنه سلواکيا هيواد په يوه سياسي بحران کې وردننه کړ. په دغه هيواد کې د فساد پر ضد ستر لاريونونه ترسره شول چې د صدراعظم روبرت فيکو په لرې کيدو تمام شول. خو دغې موضوع هم ونه شو کړای دغه هيواد آرامه کړي.

زوزانا کاپوتوفا په دې بريالۍ شوه چې د اعتراضي لاريونونو په جريان کې د خلکو د اعتماد وړ څيرې باندې بدله شي. هغه په هيواد کې د اساسي بدلون غوښتونکې شوه. سياسي شنونکي په دې باور دي چې د هغې د بريا علت په دې کې وو چې په اعتراضي خوځښتونو کې يې پرته د کوم سياسي ګوند له ملاتړه د ګڼ شمير خلکو اعتماد او ملاتړ ترلاسه او له يوې ناپيژاندې سياسي څيرې څخه د هيواد د لومړي مقام ګټونکې شي.

کاپوتوفا د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال هم د اعتراضي خوځښت د غوښتنو ويانده وه او د «عدالت او په سياست کې د لا ډير شرافت» غوښتونکې شوه.

 Dw persian/ م. ک. ص/ ن. ص