د لندن د مرکزي مسجد مؤعظ د لمانځه پر وخت په چاړه وهل سوی
۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبهاعلان
پولیسو د لندن د ریجنس پارک سره نژدې مسجد کي دغه پیښه تایید کړي او ویلي يې دي چي مؤعظ په چاړه وهل سوی او ټپي سوی دی. د الماني خبري آژانس په حواله په چاړه وهل سوی کس د دغه مسجد مؤعظ وو، چي پرون «د فبرورۍ ۲۰ مه) د مازیگر د لمانځه پر وخت په چاړه وهل سوی او ټپي سوی دی. دغه ۷۰ کلن کس تر زخمي کیدو وروسته روغتون ته انتقال سوی دی. د هغه زخم ډیر شدید نه دی. ۲۹ کلن مجرم د قتل د هڅي په قصد نیول سوی دي، خو د دې کار انگیزه یې تر اوسه پوري معلومه نه ده.
که څه هم پولیسو دا یوه ترهگري پيښه نه ده بللې، خو د بریتانیا دمسلمانانو د اتحادیې (MCB) ویاند مقداد وردي، په خپل تویتر کي لیکلي دي « دا ډیره نا ارامونکې خبره ده، چي یو سپین پوستی سړی (بریتانوی) مسجد ته د لمانځه پر وخت ورننوزي او مؤعظ په غاړه کي په چاړه وهي.