1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لمړي نړیوال جنگ تور سپین فلم په رنگه ډول جوړ سو

۱۳۹۷ آبان ۱۳, یکشنبه

سل کاله مخکي د لمړي نړیوال جنگ وحشیانه میدانونو خاتمه پیدا کړه. سینما هم د دغه جنگ یادگارونه د فلمونو په ډول وساتل، خو دغه فلمونه ټوله تور او سپین وه، چي اوس د اول وار له پاره د ږغ اچولو سربیره ورڅخه رنگه فلم هم جوړ سو.

https://p.dw.com/p/37dF4
They shall not grow old Film Peter Jackson
انځور: IWM

لمړي عمومي جنگ سړی یوازې په تور او سپینو فلمونو کي  پیژني او هغه هم بیله ږغه. پخوانیو فلمونو او عکسونو راتلونکو نسلونو ته د جنگ کیسې په دې ډول پریښولې. که څه هم د لمړي عمومي جنگ په جریان کي د عکسونو اخیستلو ساده رنگه پروسې موجودي وې، خو په پراخ ډول سره بیایوازي په ۱۹۳۰ مو کلونو کي رامنځته سولې. په سینماوو او فلمونو کې بیا نور هم وروسته. په فلمونو کي د ږغ اچولو تخنیک تر لمړي عمومي جنگ تقریبأ یوه لسیزه وروسته کشف سو.

اوس په یوه ډیجیتالي نړۍ کي د دې امکانات رامنځته سوي دي، چي پخواني تور سپین فلمونه  نور هم ښه کړي، هغه رنگه او ږغ هم ورداخل کړي. همدا لږ وخت دمخه په لندن کي د یوه فلمي فسټیوال پر مهال د"They Shall Not Grow Old"په نامه د پیتر جکسن دغه ډول رنگه سوی یو لمړنی مستند فلم نندارې ته کښیښول سو، چي د ډیرو تماشاچیانو د علاقه مندۍ سبب وگرځیده.

په خټه نیوزیلنډي جکسن ددې دمخه د لندن د "Imperial War Museum" آرشیف د ۶۰۰ ساعته فلمي موادو څخه دغه مستند فلم په ۱۰۰ دقیقو کی جوړ کړی ؤ. دغه فلم یې د ډیجیتل تکنالوژۍ پواسطه نه یوازي ډیر باکیفیته جوړ، بلکي  ږغ یې هم ور داخل کړ. په دې وسیلې سره یې زاړه فلمونه او فلمي مواد د له منځه تلو د خطر څخه هم وساتل.