د لاهور په شاهي کلا کې د «کلتورونو نړۍ» په نوم نندارتون
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د پاکستان په لاهور ښار کې د «ورلډز اف کلچر» په نوم انځوریز نندارتون جوړ شوی. آلمان د تیرو څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي.
د کلتورونو نړۍ
په دې نمایش کې د آلمان په همکارۍ د کلتوري میراثونو د حفاظت او ساتنې پروګرام په چوکاټ کې د ۱۵ بشپړو پروژو تفصیل، د انځورونو په بڼه وړاندې شوی دی.
په شاهي کلا کې انځوریز نندارتون
دغه نندارتون د پاکستان د لاهور ښار په تاریخي شاهي کلا کې جوړ شوی وو. سیمه ایزو چارواکو د آلمان په مرسته په شاهي کلا کې موجود یو دیوال چې انځورونه پرې ښکل شوي وو، په خپل اصلي شکل له رغولو سره له ویجاړیدو ژغورلی دی. د «شاهي قلعه» یا شاهي کلا دغه دیوال د مغلي دور د معمارانو د هنر یو خارق العاده بیلګه ده.
کلتوري میراثونه د ملتونو د پیژندنې اساسي برخه تشکيلوي
په پاکستان کې د آلمان سفير بیرنهارد شلاګ هیک د دې نندارتون پرانیسته وکړه. هغه وویل چې کلتوري میراثونه د یوه ملت د پيژندنې له پاره مهم وي، نو له همدې امله د کلتوري آثارو ساتنه زمونږ د ټولو مسئولیت دی. آلمان له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په پاکستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې له پاره نږدې یو میلیون یورو مصرف کړي دي.
کلتوري ډیالوګ
د آلمان سفیر د ګډون کونکو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د تاریخي ودانیو د بیارغونې په برخه کې له نورو هیوادونو سره د آلمان د تجربو او مهارتونو د شریکولو په پایله کې نه یوازې د ګډ کار کولو احساس زیاتیږي، بلکې له دې سره د کلتوري ډیالوګ یا مکالمې زمینه هم مساعدیږي.
آلمان په پاکستان کې د کلتوري آثارو د ساتنې په برخه کې مخکښ دی
نوموړي ګډون کونکو ته وویل چې آلمان په ۱۹۸۱م کال کې د کلتوري ارزښت لرونکو ودانیو د محفوظ کولو په برخه کې یو پروګرام پیل کړی وو. د دې پروګرام هدف د کلتوري میراثونو حفاظت، کلتوري تنوع ته پراختیا ورکول او خلکو ته د هغو د ملي هویت د پیژندنې په برخه کې د آګاهۍ رسول وو.
د پرانیستې په مراسمو کې د محصلينو ګډون
په دې نندارتون کې د ژوندانه د مختلفو شعبو یا څانګو پورې اړوندو کسانو ګډون کړی وو. د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د کلتور او ادب د مینه والو سربیره د نورو رشتو ښځینه او نارينه محصلينو هم ګډون درلود.
د آلمان سفیر ته د لاهور اړوند یو کتاب هم ډالۍ شو
په پاکستان کې د آلمان سفیر ته د لاهور په هکله د یوه لیکل شوي کتاب تر څنګ، د اړونده چارو د مسئولینو له خوا د دغې سیمې ځينې نور توکي هم د ډالۍ په توګه وړاندې کړای شول.
د نمایش په هکله معلومات
په یو لوړ شمیر هغو سیلانیانو چې له شاهي کلا څخه یې لیدنه کوله له دې نندارتون سره خپله لیوالتیا ښودله. د دې نندارتون یا نمایش په هکله د شاهي کلا په مختلفو برخو کې معلوماتي پلاکاټونه او لوحې نصب شوې وې.
د لاهور د تاریخي ودانیو رغونه
آلمان، په ښار کې دننه د سرجان سنګ په کوڅه کې په خپل پخواني شکل د ۱۲ لرغونو کورونو د رغونې په برخه کې هم مرسته او همکاري کړې وه. دې پروژې ته په ۲۰۱۴م کال کې د یونیسکو سازمان له خوا د د کلتورنو د ژوندي ساتنې په برخه کې د آسیا پاسیفک جایزه هم ورکړل شوې وه.