د لاسو دایمي یخیدل د څه شي علامه ده؟
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهد مډیکل نیوز توډې د یوه رپوټ پراساس د ځینو دوا او درملو استعمال، لکه د سرطان یا د ډیر فشار په نتيجه کې رامنځ ته سوي ژور خفګان (burnout ) ضد دواوي کیدلای سي د گوتو د وینو د رگونو د اختلال سبب سي. که دغه ډول دارو درمل خورئ او په عین حال کي د گوتو د یخیدو د مشکل سره مخامخ یاست، نو حتمأ ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
هغه مریضان چي د تایراید غُدې د لږ فعالیت په مشکل اخته وي، په بدن کي یې د ویني جریان کمیږي او همدا کار د گوتو د یخیدو سبب کیږي. ځکه نو د تایراید د دې مشکل په خاطر باید خامخا دوا واخلئ.
د رینود سندرم Raynaud-syndrom په تکلیف اخته کسانو هغه کوچني رگونه چي وینه پوست ته رسوي، نازک کیږي او په نتیجه کي په دغو برخو کي د ویني جریان کمیږي. هغه کسان چي په دغه سندروم اخته وي د هر ډول سټرېس (فشار او پرېشانۍ) یا یخ سره مخامخ کیدل حتی د یوه موټر د یخ سټرینگ لمس کیدل یې هم په لاسونو کي د ویني جریان راکموي. هغه کسان چي په دغه سندروم اخته دي، باید د کافئینو او نیکوتینو يعنې د قهوې او سګرېټو د استعمال څخه پرهیز وکړي. ځکه دغه تحریک کونکي مواد کیدلای سي لاسونو ته لا لږ وینه ورسوي.
په ځینو لږو مواردو کي د گوتو یخیدل کیدلای د ویني دگاټه کیدلو (لخته کیدلو) په سبب رامنځته سي، کوم چي د وجود په بل ځای تشکیل سوي وي. د ویني لخته کیدل یوه عاجله طبي موضوع ده او باید ژر ډاکتر ته مراجعه وسي.
د ویټامین ۱۲ کمبود هم د گوتو د دایمي یخیدو سبب کیږي. دغه ویټامین په حیواني محصولاتو، لکه غوښو، لبنیاتو او هگیو کي موجود دي.