1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قیامت ورځې ته انتظار؟

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

یو ځوان چې ګیچ دی، خیرن کالي یې اغوستي او اوږده ویښتان لري، یوه بار ته ورننوځي او د مرستې غوښتنه کوي. د هالنډ پولیسو د بزګر هغه کور موندلی دی چې نهه کاله اووه کسانو په یوه تهکاو کې په کې ژوند کاوه.

https://p.dw.com/p/3RMWO
Niederlande, Ruinerwold Familie lebt jahrelang im Keller eines Bauernhofs
انځور: picture-alliance/dpa/W. Bijzitter

شپږ ځوانان چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ دي او همداشان یو ۵۸ کلن کس اوس تر درملنې لاندې دي. تر دې دمخه د هالنډ پولیسو د بزګر په یوه کور کې چې له نورو کورونو یوازې په یوه څنډه کې پروت دی، یوه پټه کوټه ومونده چې دغو انسانانو پکښې ژوند کاوه.

دغه ځای چې د یوه بزګر د اوسیدو او کروندې ځای دی یا یو فارم دی، د شمالي سیمې درینته په یوه کلي کې موقعیت لري. د سیمي ښاروال روګر ګروت، ویلي دي چې ظاهرا دغو ځوانانو نهه کاله له بهرنۍ نړۍ سره هیڅ اړیکه نه لرله.

د ښاروال په خبره دغه ۵۸ کلن کس چې د ځوانانو پلار نه دی، په دغه کور کې نیول شوی دی. ویل شوي دي چې د دغه کس نقش روښانه نه دی. ښاروال زياته کړه: »تر کومه ځایه چې زه پوهیږم، دغه ځای ته له راتګ څخه دمخه د هغوی [د ځوانانو] مور مړه شوې ده.« هغه زیاته کړې ده چې دغو کسانو په ډیرو مؤقتي خونو کې ژوند کاوه، خو ښاروال په دې هکله له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه کړې.

دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه خلکو ولې په دغه ځای کې په انزوا کې ژوند کاوه. د هالنډ رسنیو رپوټونه ورکړي دي چې دغو کسانو «د قیامت ورځې» ته انتظار کاوه. خو تحقیق کوونکو دغه دلیل نه دی تائید کړی. د ښاروال په وینا ډیرې زیاتې پرانیستې پوښتنې شته. دا خبره لا هم معلومه نه ده چې دغه سړی له ماشومانو سره څه اړیکه لري.

Niederlande Bauernhof in Ruinerwold | Verbrechen, im Keller gefangengehaltene Familie
پولیسو ۵۸ کلن سړی په تحقیقاتو کې د مرستې نه کولو له کبله نیولی دیانځور: picture-alliance/dpa/Wilbert Bijzitter/ANP

ښاروال ګروت، ویلي دي چې ورونه او خویندې او ۵۸ کلن کس چې د یوې مغزي سکتې له کبله تر کټه محدود وو، په یوه نامعلوم ځای کې تداوي کیږي.

د کلي اوسیدونکي په شوک کې دي

د بار یا شراب خانې کوربه د آر ټي وي، سره په خبرو کې ویلي دي چې د کورنۍ یو ۲۵ کلن غړی په خیرنو کالیو، اوږدو ويښتانو او ګډوډ حالت سره دغه بار ته ورغلی وو او ویلې یې وو چې نهه کاله کیږي دباندې نه دی راوتلی. د بار خاوند زیاته کړې: »لیدل کيده چې هغه په هیڅ نه دی خبر چې چیرې دی او څه کوي.« دغه کس زیاتوي چې دغه ځوان ورته وویل چې لاره یې غلته کړې ده او عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

د دغو کسانو د ژوندانه د شرایطو او روغتیايي وضعیت په هکله اوسمهال پولیس څه ویل نه غواړي. د پولیسو په وینا بشپړې څیړنې روانې دي. د پولیسو یوې ویاندې ویلي دي »ټولې سناریوګانې پرانیستې دي«. د ویاندې په خبره ۵۸ کلن کس نیول شوی دی »ځکه چې هغه زموږ له تحقیقاتو سره مرسته نه کوي.«

د هالنډي رسنیو د رپوټونو له مخې پولیسو په سالون کې د یوې آلمارۍ تر شاه یوه زینه موندلې ده چې تهکاوۍ ته رسیږي. په دغه تهکاوۍ کې ۵۸ کلن سړي او ځوانانو ژوند کاوه.

د کلي اوسیدونکي په شوک کې دي. هغوی له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په دغه کور کې تل، یوازې یو سړی لیده. دوی نه پوهیدل چې دلته یوه ډله خلک اوسیږي. دغه کور له کلي څخه ۲۰۰ متره وړاندې په یوه څنډه کې یوازې پروت دی چې ونو پوښلی دی. د خبریالانو په وینا د کور تر شا د سبزیجاتو ستر پټی شته چې احتمالا دغو کسانو خپل خواړه له همدغه ځایه پوره کول.

(nob/fab sr/nz (dpa, rtre