د قطر ملي موزيم باندي ۵۰۰ مليون ډالر مصرف سوي
د قطر حکومت د دغه هيواد د کلتور او هنر په سکتور کي خپلې پانګونې زياتي کړي دي. په دې لړ کي يوه تازه بېلګه د قطر د ملي موزيم پرانستنه ده. دغه موزيم د مارچ په ۲۸مه نېټه د کتونکو په وړاندي پرانستل سو.
په صحرا کي يوه شانداره ودانۍ
د دغه موزيم جوړول د قطر د حکومت د هغې پاليسۍ د عملي کولو پر وړاندي يو بل ګام ؤ چي غواړي له دغه هيواد څخه د «کلتور او هنر سُپر پاور» جوړ کړي. د دغه موزيم د ودانۍ باندنی جوړښت داسي يو صحرايي ګلاب ته ورته دی، لکه په لمر کي چي وچ سوی وي.
غير عادي پروژه
دغه موزيم د فرانسوی مشهور مهندس ژان نوېل له خوا طرحه سوی دی. د دغه موزيم د ودانۍ طرحه نه يوازي دا چي شرقي ارزښتونه او طرز لري، بلکه پکښي د راتلونکي او عصري وخت د ودانۍ جوړولو طرحې هم عملي سوي دي. د دغه موزيم د ودانۍ غير عادي طرز پر دې دلالت کوي چي قطر د کلتور په برخه کي د پرمختګ د خپل پلان په ترڅ کي څومره هوډمن دی.
د موزيم د ودانۍ طرز
د دغې ودانۍ د جوړولو يو مقصد دا هم دی چي قطر غواړي نړۍ ته وښيي چي د دغه خليجي عربي هيواد له پاره مالي امکانات و مهمو مقاصدو ته د رسېدو له پاره صرف يوه وسيله ده. په دغه موزيم کي د دايمي نندارتون او په همدې شان د ميعادي نندارتونونو له پاره امکانات برابر کړل سوي دي. د دې تر څنګ په دغه موزيم کي د ۲۲۰ کسانو د کښېنستلو له پاره د تالار او د ۷۰ کسانو له پاره د خبرو اترو د ځای امکانات هم برابر کړل سوي دي.
تاريخي پېژندګلوي
په دوحه کي واقع دغه موزيم پر ۵۳ زره متر مربع مځکه جوړ سوی دی. دغه موزيم د امير شيځ عبدالله بن جاسم الثاني تاريخي ماڼۍ ته بالکل څېرمه واقع دی. ياده ماڼۍ چي د قطر د تاريخي هويت له پاره يو مهم یادګار بلل کيږي، د ملي موزيم سره ګډه يا ملحقه سوې ده او پکښي د نندارتون د توکو ځای پر ځای کولو امکانات برابر کړل سوي دي.
لګښت او ځنډ
په قطر کي د دغه نوي موزيم د ودانۍ پر جوړولو نژدې ۵۰۰ مليونه ډالره مصرف راغلی دی. د يادي ودانۍ د جوړولو پرېکړه په ۲۰۱۱ کال سوې وه. خو بېل دلايل د دې لامل سول چي د دغې ودانۍ بشپړه کېدل او بيا ګټه اخيستنې ته سپارل کېدل د ځنډ سره مخامخ سي.