د قبایلي سیمو په پلان شوو اصلاحاتو کې د ښځو ونډه څومره ده؟
۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سهشنبهد پاکستان مرکزي کابینې څو ورځې تر مخه په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو راوستل تائید کړل. د دغو اصلاحاتو له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه وگرځول شي. خو په فاټا ریفارمز یا اصلاحاتو کې د دغو سیمو نیم نفوس چې ښځي دي په حیرانونکي توگه له استازیتوب څخه بې برخې گرځول شوي دي. تر اوسه د پاکستان قبایلي سیمې چې فاټا ورته ویل کیږي د مرکزې حکومت له لوري اداره کیږي.
په قبایلي سیمو کې د وړاندیز شوو اصلاحاتو په برخه کې له ۱۱۶ کلونو راهیسې د «فرنټیر کرایمز ریگولیشن» نافذ قانون ځای ښایي «رواج ایکټ» ونیسي. پر دې سربیره د جرگه سیستم د فعالولو خبره شوې ده. خو په دغه سیستم کې هم د ښځو د ونډې په هکله وضاحت نه دی شوی.
ځینې میرمنې وایي چې د جرگې پریکړې زیاتره وخت د ښځو پر ضد وي او په وینا یې له دې کبله په جرگو کې د ښځو نه گډون او د هغوی دریځ د نه اوریدلو له کبله ښځې زیان ویني.
په دې هکله د قبایلي سیمو د یوه غیر دولتي سازمان «تکړه قبایلي خویندې» غړې لیلی، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د اصلاحاتو د کمیټې ټول غړي نارینه وو. هغوی د ټولو قبایلي سیمو د لیدنې پر مهال یوازې له سړو څخه نظر اخیستی او د هیڅ کومې میرمنې نظر نه دی اوریدل شوی. که چیرې د ښځو نظر اخیستل شوی وای، نو پایلې به یې ښې وای.»
هغې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په «جرگه سیستم کې چې څومره پریکړې کیږي، پکښې د ښځو د ونډې د نه شتون له کبله میرمنې اغیزمنې کیږي.» د میرمن لیلی په خبره په اصلاحاتو کې خو ښځې له استازیتوب څخه بې برخې کړی شوې خو د پلان او پراختیایي چارو په برخه کې باید ښځو ته ونډه ورکړل شي، څو د ښځو د ضروتونو پر اساس وړاندیزونه وکړي.
په قبایلي سیمو کې ښځې د نفوس کابو نیمه برخه جوړوي، خو د تعلیم، روغتیا او کار په برخه کې د هغوی فرصتونه له نشت سره برابر دي. په قبایلي سیمو کې په مجموعي توگه د سواد کچه اوولس سلنه او د ښځو په منځ کې بیا د سواد کچه له درې سلنې هم ټیټه ده. د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې تر ټولو زیاتې میرمنې اغیزمنې شوي دي خو د هغوی د ملاتړ له پاره کوم د پام وړ گامونه نه دي اخیستل شوي.
د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشری گوهر له دویچه ویله سره د قبایلي میرمنو د استازیتوب په هکله وویل: «کله چې هم د قبایلي سیمو د اصلاحاتو له پاره کومه کمېټه جوړه شوې ده، په هغې کې ښځې له استازیتوب څخه محرومه کړی شوي دي او دا ځل همداسي شوي دي. په اوسنۍ کمېټې کې خو د فاټا (د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې قبایلي سیمي) کوم نارینه هم نه وو. خو دا د دولت مسوولیت دی چې د قوانینو جوړولو پریکړو کې ښځې هم شاملې کړي. ښځې هم حق لري چې د خپلې سیمې د ښه والي له پاره اغیزمن نقش ولوبوي.»
د قبایلي سیمو سره تړاو درلودونکي ډیر شمیر میرمنې له لوړو زده کړو برخمنې دي چې د قبایلي سیمو پر ځای د خیبر پښتونخوا ایالت په شمول د پاکستان په نورو سیمو کې میشتې دي. که چیرې ښځو ته ونډه ورکړی شي او کاري فرصتونه ورته برابر شي نو نه یوازې د پوهاوي بلکې د تعلیم د پرمختگ، روغتیا او پراختیایي کارونو په برخه کې ښایی اغیزمن نقش ولوبوي.
فرید الله خان، پیښور