د قاهرې په ژوبڼ کې یو خر د «ګوره خر» نقش لوبوي
۱۳۹۷ مرداد ۶, شنبهمحمود سرحان د قاهرې د ژوبڼ یو لیدونکی دی. په دې ژوبڼ کې د تګ او سیل پر مهال هغه له یوې ډیرې جالبې پیښې سره مخ کیږي. هغه یو خر ویني چې پر بدن باندې یې تور رنګه کرښې رسم شوي. محمود دغه خره ته ورنږدې کیږي او متوجه کیږي چې یو اصلي خر د ګوره خر په نقش کې خلکو ته نمایش ته وړاندې شوی دی.
دغه مصري ځوان د دې پیښې انځورونه اخلي او پر خپله فیسبوک پاڼه یې خپروي چې د ډیرو خلکو پام یې ځان ته اړولی. په انځورونو کې په ډیر واضح ډول ښکاري چې پر یوه اصلي خره باندې تورې کرښې رسم کړل شوي او د خره په پوز باندې رنګ لږ بهیدلی غوندي ښکاري چې دغه څه د جعلي ګوره خر په موجودیت دلالت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۹م کال کې د غزې په تراړه کې یوه بل ژوبڼ هم ورته یو کار کړی وو. په دې پیښه کې د غزې په یوه ژوبڼ کې پر دوو سپینو خرو باندې تورې کرښې رسم کړل شوې وې څو د ګوره خرو په څیره کې خلکو ته نمایش ته وړاندې شي.
خو په اصل کې یوازې رنګونه نه دي چې خر او ګوره خر سره جلا کوي. د دې دواړو حیواناتو د بدن جوړښت او څیرې هم سره توپیر لري او له ورایه پیژندل کیږي. د خرو په پرتله ګوره خر کوچني غوږونه او کوچنی پوز لري.
دغه راز پیښې د نړۍ په نورو برخو کې هم ترسترګو شوي دي. د بیلګې په توګه په ۲۰۱۳م کال کې په چین کې یوه ژوبڼ یو پشمي سپی د شیر په څیره کې خلکو ته وړاندې کړی وو. دغه تقلب یا جعل هغه وخت برملا شو، کله چې دغه سپي د خلکو پر وړاندې د زمري غږ نه بلکې غپیدل پیل کړل.