د قاسم سليماني د جنازې مراسم؛ په انځورونو کې
د دوشنبې په ورځ په زرگونه ايرانيان د امريکا په هوايي بريد کې د قدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني پر وژنه د وير په موخه راټول شوي ول. د ايران مذهبي مشر له امريکا څخه د «سخت غچ» اخيستلو ژمنه وکړه.
د خلکو په منځ کې د تابوت تیرول
د وژل شوي جنرال سليماني تابوت په تهران کې د راټولو شويو خلکو له منځه تېر کړل شو. د جنرال قاسم سليماني جسد چې د جمعې په ورځ په بغداد کې د امريکا په هوايي بريد کې وژل شوی وو، د دوشنبې په ورځ تهران ته ورسيد. خلکو د «مرگ پر امريکا» او «انتقام ! انتقام» نعرې وهلې.
د آیت الله علي خامنه اي ژړا
د ايران مذهبي او روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي د جنرال قاسم سليماني د جنازې لمونځ د ادا کولو پر وخت خپلې اوښکې ټينگې نه کړای شوې. هغه له امريکا څخه د «سخت انتقام» اخيستلو غږ وکړ. د سليماني ځای ناستي، د قدس ځواکونو نوي مشر اسماعيل قاآني هم خپل احساسات ښکاره کړل.
له ۱۹۸۹م کال راهيسې د جنازې تر ټولو ستر مراسم
په داسې حال کې چې د ایران دولتي تلویزيون د جنازې په مراسمو کې د گډون کوونکو شمير تر يو ميليون کسانو زيات وښود، بهرنۍ سرچينې بيا دغه شمير دومره لوړ نه بولي. خو بيا هم دا په ۱۹۸۹م کال کې د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ ايښوونکي آيت الله روح الله خميني تر جنازې وروسته د وير تر ټولو ستر مراسم ول.
محبوب مشر
سليماني يو ډېر محبوب پوځي مشر وو چې په وژنه یې د ايران په پوځ کې سخت خفگان ښکاره شو. د قدس ځواکونو يو قوماندان د هغه پر تابوت سر ايښې او ژاړي. سليماني په سيمه کې پوځي عمليات رهبري کول.
د سليماني لور: امريکا به «توره ورځ» وويني
د جنرال سليماني لور زينب سليماني د جنازې په مراسمو کې وينا وکړه او له منځني ختیځ څخه یې د ټولو امريکايي ځواکونو د ايستلو غږ وکړ. هغې وويل: «ليونی ترمپ دې فکر نه کوي چې زما د پلار په شهيدیدو سره هر څه پای ته ورسیدل.»
«موږ ټول سليماني يوو»
سليماني د ډېرو ايرانيانو له پاره اتل وو، آن د هغوی له پاره هم چې ځانونه یې د ايران د روحاني واکمانانو پيروان نه گڼل. د سليماني وژنې په سياسي او مذهبي ډگر کې ايرانيان سره يوځای کړل.
«يو پوځي اتل»
خلک چې د ايران بيرغونه یې په لاس کې دي، د سليماني د هغه عکس مخې ته راټول شوي چې هغه پکې د هېواد د تر ټولو ستر پوځي«ذوالفقار» نښان اخيستو په حال کې ليدل کيږي. سليماني د يوه پوځي اتل په توگه پيژندل شوی وو. د جنازې په مراسمو کې د خلکو د لوی شمیر له کبله يو شمير سړکونه تړل شوي ول.