1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو احتجاجونه: محمود عباس تر فشار لاندې دی

۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبه

د اردن سيند په لويديځه غاړه کې فلسطنيان د يوه آزاد فلسطين له پاره ـ او د خپل سياسي مشرتابه پر ضد راوتلي دي. د دوی ډيری حماس او فتح ډله د غزه تراډې په ناوړه وضعيت کې مسئولې گڼي او د دې ډلو د خپل منځي پخلاينې هيله لري.

https://p.dw.com/p/30oec
Mahmoud Abbas in Ramallah
انځور: Reuters

نابلس تر هيبرون وروسته د اردن سيند د لويديځې غاړې د فلسطينيانو دويم ستر ښار دی. په دې وورځو کې د ښار په مرکز کې په سونه انسانان راټول شوي او په لوړ غږ د فلسطين د آزادۍ شعارونه ورکوي او بل پلو د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د سولې د احتمالي تړون مخالفت کوي. په دې تيرو څو ورځو کې د فلسطينيانو په ښارونو کې خلک راټوليږي او د جهاد رمضان، په څير چارواکي د دوی پام ځانته جلبوي. نوموړی په نابلس کې د فتح مشر دی.

دی وايي: «امريکايان د «پيړۍ د تړون» څخه خبره کوي ـ خو موږ یې مخالف يوو. دا به د اسرائيلو اشغال نور هم پسې قوي کړي. موږ د حق خود اراديت، آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنه کوو او دا هم روښانه ده چې بيت المقدس زموږ پلازمينه ده.»

مظاهره کوونکي امريکا او اسرائيلو ته د دښمن په سترگه گوري خو قضيه ډيره روښانه نه ده، ځکه دلته په بيا بيا پر خپل سياسي مشرتابه هم نيوکې کيږي او پر ضد یې غږونه پورته کيږي.

يو څو ورځې تر مخه په رام الله کې هم مظاهرې وشوې. د فلسطينيانو امنيتي ځواکونو له مظاهر کوونکو سره کلک چلن وکړ. اوښکې بهونکي گاز او سترگې خيره کوونکي لاسي بمونه وکاريدل.

فلسطينی ځوان يزن شروف، د رام الله د مظاهرو يو فعاله گډونوال وو. دی وهل ټکول شوی، نيول شوی او څو ساعته ترې تحقيقات شوي. دا ديرش کلن په دې آند دی چې د مظاهره کوونکو سره کلک چلن د سياست غوښتنه وه.

د فلسطينيانو مشر محمود عباس چې له ۲۰۰۵م کال راهيسې د فتح ډلې مشري کوي، هيڅکله هم له دومره نيوکو سره مخ نه وو لکه نن سبا چې پرې کيږي.

ډيري فلسطينيان د هغو ناوړه او حساسو شرائطو پړه چې فلسطينيان مجبور دي ژوند پکښې وکړي، پر عباس ور اچوي. او حقيقت هم  همدادی چې نوموړی د دې مسئوليت لري چې غزه تراډه د ورځې يوازې يو څو ساعته بريښنا لري او همدا راز اداري چارواکي يوازې کله کله خپل مياشتنې معاش ترلاسه کوي.

Gazastreifen Beisetzung der Krankenschwester Razan Al-Najar
تيره مياشت په غزه کې د اخ و ډب په ترڅ کې يوه ځوانه نرسه رزان النجار په ډزو ووژل شوه. فلسطنيان په غزه کې د ناکرارۍ پړه پر حماس او فتح ډله اچوي. انځور: picture-alliance/Zumapress/H. Jedi

فتح ډله په دې کلکو اقداماتو سره غواړي خپله سياله ډله حماس په غزه کې کمروزې کړي. خو د دې سياست پر ضد احتجاج مخ پر زياتيدو دی، د اردن سيند په لويديځه غاړه کې هم. یزن شروف، هغه خبرې کوي چې د ډيرو فلسطينيانو په زړه کې دي: «خپلواکمنه اداره د غزې د کلابندۍ او لارو بندولو له پاره مسئوله ده. په غزه کې پر اداري چارواکو معاشونه په دې موخه بند شوي چې گني هغوی د حماس سره واټن ونيسي. خو څوک دا نه شي منلی. سړی هغوی بايد د حماس سره د کار له وجې جزايي نه کړي.»

ډير فلسطينيان په تيره بيا ځوانان د فتح او حماس ترمنځ د لانجې د له منځه وړولو غوښتنه کوي. د رام الله څخه د جهاد حرب په نوم شنونکی چې د فتح ډلې خواخوږی دی، وايي چې د تازه مظاهرو مهمه غوښتنه همدا ده. هغه وايي: «خلک د دواړو ډلو ترمنځ د روانو مخالفتونو پر ضد دي. په مظاهرو کې دوه شعارونه ډير اوريدل کيږي: يو دا چې بندیزونه بايد ختم شي او دا چې د فتح او حماس ترمنځ سيالي او مخالفت له منځه ولاړ شي.» جهاد حرب په خپلو خبرو کې مخکې وويل: «د مظاهرو تر سرکوبه کولو وروسته دا غږ هم پورته شو چې د آزادۍ ساتنه بايد وشي.»

د دې ځوان فعال په آند د دواړو ډلو پخلاينه کيدای شي د سولې په پروسه کې د امريکا متحدو ايالاتو او اسرائيلو پر وړاندې د فلسطينيانو د دريځ په ښه توگه د وړاندې کولو له پاره يو ښه بنسټ وگرځي. خو دی پوهيږي چې دا کار اوسمهال په آسانۍ سره امکان نه لري. ځکه دواړه د فلسطينيانو د مشرتابه د ترلاسه کولو هڅه کوي.

یزن شروف زياتوي: «که چیرې دا شخړه ختمه شي نو ډير کسان به خپل مقام او نفوذ له لاسه ورکړي. له همدې امله ډير په رښتيا د لانجې ختمولو ته ليوال نه دي. او هر کله چې د پخلاينې هڅه شوې، له ناکامۍ سره مخامخ شوې او په رسنيو کې پر یو بل تورونه لگول کيږي. له همدې امله ډيري په دې آند دي چې دا شخړه به هيڅکله هواره نه شي.»

هيڅوک هم دا باور نه لري چې محمود عباس به له خپله دريځه تير شي او د حماس ډله به د يوه متقابل شريک په توگه ومني. ډيري تمه لري چې د عباس وروسته به ښايي ښه والی راشي خو یزن شروف په دې اړه شکونه لري. هغه وايي: «خبره پر دې نه ده چې مشر څوک دی. خپلواکمنه اداره لکه په يوې موسسې بدله شوې او يوازې د دې له پاره ده چې د بيلا بيلو ځانگړو ډلو د موخو او گټو له پاره کار وکړي. او کله چې د دې موسسې مشر يعني د خپلواکمنې ادارې مشر، تبديل هم شي، نو زما په آند به ډير تغير را نه شي.»

یزن شروف مايوس دی خو په يوه خبره پوهه دی چې د غزې د کلابندۍ، بندیزونو او دفلسطينيانو د مشر محمود عباس پر ضد به خپل احتجاج ته ادامه وکړي.

Julio Segador (B.S/N.Z)