1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فضايی کانونو د استخراج پر سر د بیلیونو ډالرو په ارزښت تړون

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

امریکا متحده ایالات او لوګزمبورګ غواړي په راتلونکې کې یوځای لوی اهداف تعقیب کړي. دغه دواړه هیوادونه غواړي د فضايي کانونو د کیندلو له لارې په بیلیونونو ډالر وګټي.

https://p.dw.com/p/3IevK
Symbolbild zu Asteroid Florence
انځور: Imago/Science Photo Library

کله چې د امریکا متحده ایالاتو د سوداګریزو چارو وزیر ویلبور راس، له لوګزمبورګ سره د فضا په اړه تړون کوي نو خبره د علمي تخیل په اړه نه، بلکي د پیسو په اړه وي. راس د بیليونونو ډالرو خبره کوي.

امریکا متحده ایالات او لوګزمبورګ سره سلا شوي دي چې د ځمکې تر کرې بهر فضا څخه سوداګریزه استفاده وکړي. خبره په ځانګړې توګه د په اصطلاح فضایي کانونو په اړه ده چې ځمکې ته په نزدې کوچنیو سیارو او فضايي ډبرو کې دي.

د لوګزمبورګ د اقتصادي وزیري اتینه شنایدر، په دې برخه کې د یوه تاریخي اقدام خبره وکړه. د هغې امریکایي سیال په دې اړه یو مفصل تفاهم لیک لاسلیک کړ. هغه په فضا کې د امریکا او لوګزمبورګ پر همکاریو ټینګار وکړ: «دا د یوې فوق العاده همکارۍ پیل دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ به گډ کار سره وکړو چې بیلیون ډالري تجارت ته ورسیږو.»

خبره د هغو خامو موادو په اړه ده چې په ځمکه کې کم شوي خو په نزدې وړکو سیارو او آسماني تیږو کې موجود دي. په دې موادو کې له اوسپنې او نیکل نیولې بیا تر کوبالت او نګستن پورې توکي شامل دي. د بیلګې په توګه په سپوږمۍ کې د «هیلیم ۳ ګازو» په څیر مواد موندل کیږي چې کیدای شي په راتلونکې کې ترې د پاکې انرژي د تولید له پاره استفاده وشي. دغه ډول مواد کولای شي په راتلونکې کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې رامنځته شوې ستونزې حل کړي.

تر اوسه پورې ځمکې ته نزدې شاوخوا ۱۵ زره وړوکي سیاري چې ډیري یې آسماني ډبري دي، پیژندل شوي دي. په ځینو کې یې اوبه هم د یخ په شکل موجودې دي چې کیدای شي د اوږدو فضايي ماموریتونو په برخه کې ډیرې مهمې ثابتې شي.

لوګزمبورګ په اروپايي ټولنه کې یوازیني هیواد دی چې «فضايي کانونه» یې لا وختي د قانون له مخې تنظیم کړي دي. په دې هیواد کې یو مشهور متل شته، چې وايي: «کب نیوونکی د سمندر مالک نه، بلکي د کب مالک دی!»

د فضايي کانونو قانوني تنظیم هم د همدې متل پر اساس جوړ شوی دی. له تیر مني راهیسې په دې هیواد کې یو فضايي آژانس هم جوړ شوی دی چې پکې د دې سکتور شاوخوا ۲۰ شرکتونه شامل دي.

د دې دلیل چې امریکا له لوګزمبورګ سره ولې همکاري کوي، دا دی چې دغه اروپايي هیواد د فضايي چارو په برخه کې ډیرې تجربې لري. په ۱۹۸۵م کال کې په دې هیواد کې د سپوږمکیو یو شرکت جوړ شو چې اوس په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو لوی شرکت دی.

شنایدر روښانه کړه چې لوګزمبورګ همدا اوس هم د خپل کورني ناخالص تولید دوه سلنه برخه له فضا څخه ترلاسه کوي. هغې زیاته کړه: «غواړو دا سلنه په راتلونکې کې لا ډیره کړو.»

د امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزیر هم هیله څرګنده کړه چې یو وخت د خپل هیواد فضايي عاید هم دې سلني ته ورسوي. هغه وویل: «همدا اوس لوګزمبورګ د ځمکې په پرتله په فضا کې ډیر ځای نیولی دی. که څه هم امریکا او لوګزمبورګ د مساحت له نظره یو له بله ډیر متفاوت دي، خو دواړه هیوادونه یو ګډ هدف لري او هغه د یوه فضايي تجارتي صنعت رامنځ ته کول دي.»

دواړه هیوادونه نه یوازې غواړي چې د فضايي سوداګري سفرونو له پاره یو نړیوال چوکاټ رامنځ ته کړي، بلکي غواړي چې د نویو امکاناتو له لارې د فضايي کانونو بیمې او تمویل هم تنظیم کړي.

(ms/ nz (dpa