1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فراه پر محکمې په بريد کي ۵۳ کسان وژل سوي

مسعود جهش (شرفیار، د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۴, چهارشنبه

طالبانو د فراه ولایت پر یوې محکمې باندي په يرغل کې ۴۴ کسان وژلي دي. ویل کیږي چې وسله والو د هغو کسانو د آزادولو هڅه کوله چې د محکمه کیدو په حال کې ول. په دغه يرغل کې نهه تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/188Z2
--- 2013_04_3_KarteAfghanistanFarah.psd
Karte Afghanistan Provinz Farahانځور: DW

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې هغه کسان چې د محکمه کیدو په حال کې ول، د برید په پایله کې تښتیدلي دي او که نه. د فراه ولایت د روغتیا ریاست چارواکو ویلي دي چې ځیني تورن کسان چې محاکمه یې روانه وه هم د ټپي شویو کسانو په ډله کې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات د ویاند مرستیا نجیب الله دانش د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زه دا خبره تائيدوم چې په دغه برید کې ۳۴ ملکي وگړي، شپږ د ملي اردو سرتیري او څلور تنه پولیس وژل شوي دي. پر دې سربیره ۹۱ تنه نور ټپیان شوي هم دي.»

ښاغلي دانش زیاته کړې ده: «په پېښه کې همداراز نهه تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.»

د فراه والي ویلي دي: «برید اوس پای ته رسیدلی دی خو په خواشینۍ سره د تلفاتو کچه ډیره لوړه شوې ده. ټول ټال ۳۴ ملکي وگړي او۱۲ تنه امنیتي ځواکونه په دغه برید کې وژل شوي دي. موږ همداراز د اتو تنو برید کوونکو جسدونه موندلي دي. له سلو څخه ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.»

د فراه والي ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د فراه ولایت په محکمه کې یو شمیر طالبان محاکمه کیدل. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. دغې ډلې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي دي چې جنګیالیو پر څو دولتي ودانیو باندې بریدونه کړي دي. په همدې حال کې د فراه ولایت چارواکو ویلي دي چې سیمه اوس د پولیسو په محاصره کې ده.

تر دې مخکې یوه سیمه ییز اوسیدونکي محمد ظریف، دویچه ویله ته وویلي ول چې بریدکوونکی د ملي اردو په یونفرم او وسلو سمبال ول او له یوه پوځي موتر څخه په گټه اخیستلو سره سمیه ته رسیدلي ول.

د فراه ولایت یوه دولتي چارواکي دا هم وویل چې نن (د چهار شنبې ورځ، د ۲۰۱۳ کال د اپریل میاشتې دریمه نیټه) د دې ولایت په محکمه کې د لسو تنو د محمکې بهیر روان وو. هغه وویل چې لا تر اوسه پورې دا خبره روښانه نه ده چې دغه کسان په تېښته بریالي شوي دي او که نه.

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې لومړی دوو تنو ځانمرګو بریدکوونکو خپل ځانونه والوزول. د هغوی په خبره تر دې وروسته بیا نورو برید کوونکو ډزي پيل کړې، چې له پولېسو سره په جګړه کې بیا هغوی هم ووژل شول.