1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د فرانسې لویه څارانوالي د چاړې د برید قضیه څیړي

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

د فرانسې د لیون په ښار کي پرون د چاړې په یوه حمله کي د ۲ کسانو تر وژل کیدو او ۵ ټپي کیدو وروسته د هغه عامل مجرم نیول سوی دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي د کرونا له وجهي په فرانسه کي بې له هغه ډیر انسانان مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/3aTYR
Frankreich Zwei Tote bei Messerangriff in Romans-sur-Isère
انځور: Imago-Images/H. Lucas

د پولیسو په حواله دپنځو ټپي سوو کسانو د جملې څخه د دوو تنو وضعیت یې خراب دی . یوه ۳۳ کلن سوډاني په دغو کسانوباندي پرون)د اپریل ۴ مه نیټه(د لیون ښار په مرکز کي حمله کړې وه. په دې منځ کي د فرانسې د لوی څارانوالۍ د ضد ترهګري څانګي ددغي قضیې تعقیب پرغاړه اخیستی دی.

لکه څنګه چي لوی څارانوالۍ خبر ورکړی دی، پر دغه سوډاني باندي د قتل او په یوه ترهګري سازمان کي د غړیتوب په سبب تحقیقات کیږي. ددغي ادارې په حواله دغه ۳۳ کلن سوډانی الاصله کس په ۱۹۸۷ م کال کي زیږیدلی دی.

څارنوالئ همدرانګه ویلي دي،چي د دغه سړي د کور تر تلاشئ وروسته داسي اسناد پلاس ورغلي دي، چي پراساس یې د نورو ترڅنګ راغلي دي، » زه په یوه بې دینه ملک کي ژوند کوم.« خو دغه سړی د پولیسو سره په دې ډول پيژندل سوی نه ؤ.

پرخلګو باندي په ډیري بې رحمۍ سره د چاړې حملې

د عیني شاهدانو په حواله مجرم کس د ښار په مختلفو نقطو کي پرخلګو باندي په ډیري بې رحمۍ سره د چاړې حملې وکړې. د هغه قربانیان یا نانوایانو ته ولاړ وه او یا هم په مغازو او دوکانو کي وه. د شاهدانو په حواله هغه د حملو پر وخت د الله اکبر نارې وهلې.

د فرانسې جمهورریس، ایمانوييل ماکرا دغه عمل غندلی او د قربانیانو د کورنیو سره یې غم شریکي کړې ده. هغه اطمینان ورکړ، چي د دغي حملې انګیزه به د امنیتي ارګانو له خوا دقیقه توضیح سي. هغه په خپل تویت کي دا هم لیکلي دي، چي د کرونا له وجهي فرانسه بې له هغه د یوه سخت حالت سره لاس او ګریوان ده او په سلهاوو انسانان وژل کیږي.

د لیون په دغه ساحه کي هم د نوري فرانسسې په ډول د کرونا قیودات نافذ دي، خو دغه خلګ د سودا اخیستلو ته تللي وه. په فرانسه کي پروسږکال هم د اسلام پالانو له خوا یوه سلسله بریدونه تر سره او په لس هاوو کسان پکښي ووژل سول.