1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د فرانسې د يوه مارکیټ سړه خونه د مړو په يخچال بدله سوې

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

د فرانسې د خوراکي توکو د یوه ستر مارکیټ یخچالي خونه د جسدونو د ایښودلو له پاره ځانګړې شوې ده. خو په دغه مارکیټ کې به د خوراکي توکو پلورل هم ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/3aP4l
Coronavirus in Paris Pfleger auf Intensivstation
انځور: Reuters/B. Tessier

په پاریس کې د رونګي په نوم د خوراکي توکو مارکیټ د اروپا په کچه د عمده فروشۍ په لویو بازارونو کې شمیرل کیږي. د کرونا بحران په پام کې نیولو سره دغه شرکت یو ستر یخچالي سالون اوسمهال د جسدونو د ساتلو له پاره ځانګړی کړی دی.

پولیسو د پنجشنبې په ورخ وویل چې د رونګي مارکیټ یخچال لرونکی سالون د چارواکو په اختیار کې ورکړل شوی دی، څو د کرونا ویروس د قربانیانو جسدونه هلته وساتل شي.

دغه ستر سالون د پلازمېنې پاریس سویل په اطرافو کې د رونګي په سیمه کې موقعیت لري. د خوراکي توکو د مارکیټ نوم هم د سیمې په نوم دی.

په پر له پسې ډول د مړو د شمیر د زیاتیدو له کبله د روغتونو هغه خونې چې مړې پکې ساتل کیږي مخ پر ډکیدو دي، نو له دې کبله اړونده چارواکي اندیښمن ول.

د اړتیا له مخې اخیستل شوی ګام

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پاریس د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې دغه ګام د سړو خونو لرونکو سازمانو باندې د فشار د کمولو له پاره اړین وو.

په فرانسه کې تر اوسه د کرونا ویروس له کبله څه کم پنځه زره کسان مړه شوي دي. د پولیسو دغه چارواکي دیدیر لالمنت، ویلي دي چې وړاندوینه کیږي چې دغه بحران ښایي څو اوونۍ ادامه ومومي.

خو اوس به دغه سالون ته د جمعې له ورځې راهیسې د جسدونو د رسولو کار پېل شي. په دغه ستر سالون کې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ تابوتونو د ایښودلو ظرفیت شته.

د چارواکو په وینا په دغه سالون کې به جسدونه د وروستیو مراسمو د ترسره کولو تر وخته ایښودل کیږي.

د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو خپلوان د دوشنبې له ورځې راهیسې دا فرصت لري چې د مارکیټ په دغه سالون کې تر سختو وقایوي تدابیرو لاندې د وروستي ځل له پاره له خپلو خپلوانو سره مخه ښه وکړي.

مارکیټ به مشتریانو ته پرانیستې وي

خو له دې سره سره به دغه مارکیټ پرانیستي وي او د خوراکي توکو پلورلو ته به ادامه ورکوي. پولیسو ویلي دي چې موقتي سړه خونه د مارکیټ په یوه څنډه کې ده «او د مارکیټ له نورو برخو بیله ده.»

تابوتونه بيا له دغي سړې خونې د فرانسې هدیرو او یا بهر ته انتقالیږي. فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د کرونا له وبا څخه سخت اغیزمن شوی دی.