1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د فاریاب په مظاهرو کې مرگ ژوبله

۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ په فاریاب کې د مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او نهه تنه نور ټپیان شول. مظاهرې د یوه ځایي قوماندان په پلوي شوي.

https://p.dw.com/p/30pGU
Karte Afghanistan Provinz Faryab Deutsch
انځور: DW

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې په سونو کسان راټول شوي ول او لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، ته د یوه نزدې قوماندان نظام الدین قیصاري، د آزادیدو غوښتنه یې کوله. قیصاري د دوشنبې په ورځ له افغانستان امنیتي چارواکو سره د یوې غونډې په جریان کې تر خونړۍ مشاجرې وروسته نیول شوی دی.

دې پیښو د فاریاب ولایت ماتیدونکی امنیتي وضعیت په ډاګه کړی دی. په دې وروستیو وختونو کې داعش ترهګرې ډلې هم په دې ولایت کې خپل نفوذ پراخ کړی دی او د افغان امنیتي ځواکونو او همداراز د محلي پاڅونکوونکو پر ضد جنګیږي.

پخپله عبدالرشید دوستم، هم له ډیرې مودې راهیسې په ترکیه کې په تبعید کې ژوند کوي. پر دوستم باندې تور دی چې پر خپل یوه سیاسي سیال یې جنسي تاوتریخوالی کړی دی.

عبدالرشید دوستم له ترکیې څخه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر افغان حکومت باندې غږ کړی دی چې قیصاري آزاد کړی که نه نو په خبره یې په فاریاب کې حالات خرابیدای شي.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یوریش، ویلي دي چې مظاهرې تر هغه وروسته چې مظاهره کوونکو د ولایت دفتر ته د ننوتلو هڅه وکړه او امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله، د تاوتریخوالي پر لور ولاړې. دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي محمد طاهر رحماني، وویل چې لومړی د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو کس ووژل شو او نهه تنه نور ټپیان شول او تر دې وروسته بیا خلکو د ولایت ودانۍ ته د ننوتو هڅې وکړې.

رحماني وویل: «موږ هڅه کوله چې مظاهره کوونکي کنترول کړو او هر څه په سوله ایزه ټوګه تیر شي خو په خواشنیی سره کله چې امنیتي ځواکونو ډزې وکړې تاوتریخوالی رامنځ ته شو.»

د رحماني په خبره د ټپي شویو کسانو په ډله کې د ولایتي شورا یو غړی هم شامل دی.

دغه پیښه د افغانستان په سیاست کې د دوستم نقش او نفوذ په ډاګه کوي. که څه هم هغه د نړیوالو فشارونو په پایله کې تیرکال له افغانستان څخه وتلو ته اړ شو، خو بیا هم هغه د فاریاب، جوزجان او سرپل په څیر ولایتونو کې ډیر پلویان لري.

په داسې حال کې چې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال له پاره پلان شوې دي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په مخ په زیاتیدونکي ډول له ځايي بانفوذه پخوانیو قوماندانانو سره ستونزې پیدا کوي. په دغو کسانو کې عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق شامل دي. دغو درو کسانو تر دې مخکې له افغانستان څخه بهر د یوه ائتلاف د جوړولو اعلان کړی وو چې په خبره یې په راتلونکو ټاکنو کې په مهم نقش ولوبوي.