د غني پر کمپاین برید، هغه روغ دی خو مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سهشنبهاعلان
رویترز خبري آژانس د پروان ولایت د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي دي چې په دې پیښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. یو بل روغتیایي چارواکي بیا له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې د ۲۴ کسانو د وژل کیدو خبره کړې ده.
د ولسمشر غني د کمپاین ویاند حمید عزیز، ویلي دي چې پخپله ولسمشر غني هم په دې غونډه کې موجود وو، خو هغه ته زیان نه دی رسیدلی. عزیز روښانه کړې ده چې په دې اړه به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د پروان د والي ویاندې وحیده شاهکار، ویلي دي چې د چاودنې پر مهال ټاکنیزه غونډه روانه وه.
تر اوسه پورې لا کومې ډلې د دې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبانو تر دې مخکې د ټاکنیز بهیر د په نخښه کولو ګواښونه کړې دي.
ms/sr (ap; reuters, dpa)