1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې کوم ځای ته رسیدلي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

افغان سیاستوال اوس هم هڅه کوي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي. د افغانستان مطرحو سیاسي ګوندونو او سیاستوالو نن شنبې په ورځ د اسلامي وحدت ګوند د مشر کریم خلیلي په کور کې ناسته کړې.

https://p.dw.com/p/3ZQa7
Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Hossaini

په دې ناسته کې پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني او یوشمېر نورو اسیاستوالو ګډون کړی ؤ.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسنیز دفتر مسؤل محمد یوسف سها دویچه ویله ته وویل: «پخواني ولسمشر حامد کرزي له ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله او نورو سیاسي شخصیتونو سره کتنې درلودې چې په دې کتنو کې د سولې بهیر د چټکتیا او د ولسمشریزو ټاکنو له نهايي نتایجو رامنځته شوي بحران ته د یوه مناسب حل لارې پر لټولو سلامشورې وشوې. »

ښاغلي سها هیله وښوده چې دې کړکیچ ته دې ژر تر ژره یوه ټولمنلې حل لاره وموندل شي.

د کرونا ویروس چټک خپرېدل او افغان سیاسي کړکیچ

که له یوې خوا افغانستان کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو ویره زیاته شوې، له بل لورې سیاسي کړکیچونو او د سولي بهیر ناڅرګند برخلیک هم خلک اندېښمن کړي دي.

د وروستيو مالوماتو پربنسټ په افغانستان کې پرکرونا د اخته ناروغانو شمېر تر لسو اوښتی.

افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس پر افغان مشرانو غږ کړی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس چټکې پراختیا ته په کتو دې خپل اختلافات یوې خواته کړي.

نوموړي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په داسې حال کې چې د کرونا ویروس په نړۍ کې پراختیا مومي، له افغان سیاسي مشرانو مې غوښتنه داده چې خپل اختلافات حل کړي او د سولې لپاره دې متحد شي.»

د رپوټونو له مخې، د کرونا ویروس چټکه پراختیا ښايي له افغانستانه بهر د سولې پر بین الافغاني خبرو هم منفي اغیز وکړي.

اندېښنه داده چې ښايي ددې ویروس له امله قطر او ناروي د افغانانو خپل منځي ناستې "کوربتوب" ته زړه ښه نه کړي.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې ارګ وايي، له ټولو سیاسي اړخونو سره ټول شموله حکومت جوړولو ته ژمن دی.

د ټاکنیز بهیر پر پای ته رسېدا د افغان حکومت ټینګار

تردې وړاندې حکومت د ټاکنو بحث پای ته رسېدلی اعلان کړی، چې له همدې امله یې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی ؤ.

داسې ښکاري چې ښاغلی یاماموتو د هغې لېدنې له امله احضار شوی وي چې د پنجشنبې پرورځ یې پکې له عبدالله عبدالله سره د ټاکنیز کړکیچ پر هواري خبرې کړې وې.

ترهغي ليدني وروسته یوناما په یوه اعلامیه کې د عبدالله او غني ترمنځ د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی ؤ.

خو د ارګ یوې ویاندې درانۍ وزیري دویچه ویله ته وویل، نوی حکومت به ټول شموله وي.

«حکومت د ملت ارادې د تمثیلونکي په توګه د ټولو خلکو هنداره ده چې ځانونه پکې ویني، مونږ د هېواد د لوړو ګټو پربنسټ پر ټول شموله مشارکت باور لرو، نوی حکومت چې تشکیلیږي یو ټوله شموله حکومت به وي او د افغانستان د ټولو خلکو استازولي به کوي.»

آغلې وزیرۍ زیاتوي چې په دې اړه هره پریکړه چې کیږي د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې به وي.

Afghanistan Kabul Abdullah Abdullah, Jens Stoltenberg und Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

له شته سیاسي تقابله د "پوځي تقابل" د رامنځته کېدو اندېښنه

د چارو یوشمېر کتونکي پردې باور دي چې دواړه ټاکنیزې سیالې ډلې باید ژر تر ژره خپلمنځي ستونزې هوارې کړي.

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ته وویل، ویره لري چې دغه "سیاسي تقابل" به یو ورځ د نویمو کلونو په څير پر یوه "پوځي تقابل" بدل شي.

«همدااوس د "ارګ" او "سپيدار" نظامي ساتونکي ماشه په ماشه دي زه اندېښنه لرم چې که ډير کم برخورد رامنځته کیږي ممکن نظامي ټکر رامنځته شي.»

خو د چارو ځیني کتونکي اوس هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې رامنځته شوی سیاسي کړکیچ دې یواځې د قانون د پلې کېدو په مټ حل شي.

د ارزګان د ولایتي شورا پخواني رییس امان الله هوتکي دویچه ویله ته وویل، د واک او څوکیو ویش په ۲۰۱۴ کال کې هم وښوده چې هېواد یې لانور بحران ته ورټېل واهه: «زه وایم فقط د قانون تطبیق د حل لاره ده، ټاکنو کمېسیون چې یو حقوقي بنسټ دی یو کس ګټونکی اعلان کړی نور د قدرت ویش د حل لاره نه ده او خلک هم دا نه غواړي.»

د تیرو ولسمشریزو ټاکنو ځینې نور ښکیل اړخونه د عبدالله او غني ټاکنیزې ډلې پردې تورنوي چې افغانستان یې له یوه لوی بحران سره مخ کړی.

سید نورالله جلیلي چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ؤ دویچه ویله ته وویل، د غني او عبدالله اختلافات به د هېواد د تجزیي سبب شي او یا به طالبانو ته میدان خالي شي: »که چېرې د غني او عبدالله ټیمونه خپلو کې جوړجاړی ونه کړي خلک به د طالبانو له ډلې سره یوځای شي او د دواړو پروړاندې به پاڅون وکړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد اوس هم په کابل کې دی او ویل کیږي چې د دواړو ټاکنیزو سیالانو ترمنځ د جوړجاړي هڅو ته یې دوام ورکړی.

ښاغلي خلیل زاد رسنیو ته ویلي چې سیاسي بي ثباتي باید پای ومومي او ترڅنګ یې د موازي حکومت جوړولو سره هم د امریکا په استازولی کلک مخالفت ښودلی.

اسماعیل شاکر – کابل