1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې، آیا پایلې ته نږدې شوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

یوشمېر افغان سیاسي مشرانو له ولسمشر غني غوښتي چې د خپلو ګمارنو لړۍ دې بنده کړي. د عبدالله عبدالله یوه ویاند هم ویلي دي، چي د ارګ وروستی ګمارنې ورته د منلو وړ نه دي. دا غوښتنه ولې شوې؟

https://p.dw.com/p/3aTn2
Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Hossaini

یوشمېر سیاسي مشرانو نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۵مه) له حکومته غوښتي چې د ګمارنو لړۍ دې ودروي.

په دغو مشرانو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسي جرګې پخوانی مشر محمدیونس قانونې او د سولي عالي شورا مشر محمدکریم خلیلي شامل دي.

د هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي:

«په هېواد کې روانو حالاتو ته په کتو، اوسمهال هېواد کې سولې ته د رسېدو په موخه ښه همکاري او همغږي روانه ده، وړاندیز کوو چې ولسمشر غني د یوې مودې لپاره له ګمارنو ډډه وکړي.»

د عبدالله عبدالله یوه ویاند امید میثم دویچه ویله ته وویل، د ارګ وروستی ګمارنې ورته د منلو وړ نه دي خو د سیاسي مشرانو د غوښتنې پربنسټ او د سیاسي کړکیچ د ختمولو په موخه ښاغلي عبدالله له ارګ سره د خبرو موده غځولې.

«مونږ د هېواد د عالي ګټو پربنسټ چمتو یو چې د بحران د ختمیدو پخاطر د مذاکراتو مهلت نور هم تمدید کړو، د سیاسي مشرانو غوښتنه هم همدغه ده.»

ولسمشر غني دوه ورځې دمخه عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړی چې د افغان سولې بهیر مشري وکړي او واکونه به یې هم د ولسمشر د یوه مرستیال سره برابر وي.

ښاغلي میثم وویل، د جوړجاړي لپاره دوی هم طرحه لري خو زیاتوي چې په دې اړه پر ټولو طرحو غور کیږي.

په حکومت کې وروستی ګمارنې

د افغان حکومت د وروستیو ګمارنو په ترڅ کې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمدحنیف اتمر د تېرې شنبې پرورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۵مه) بهرنیو چارو وزارت د ځای ناستي او نوماند وزیر په توګه معرفي شو.

تردې وړاندې عبدالهادي ارغندېوال د مالیې وزارت د سرپرست او نوماند، طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست او نوماند او احمد ضیا سراج د ملي امنیت د نوماند په توګه معرفي شوي.

د آرګ یوه ویاند دوا خان مینه پال دویچه ویله ته وویل، وروستی ګمارنې تر سلامشورو وروسته شوي.

خو د ګمارنو لپاره د افغان حکومت معیارونه څه شي دي؟

ښاغلي مینه پال وویل:

«ولسمشر د خپلې ژمنې پربنسټ له ټولو سیاسي شخصیتونو سره مشورې کړي او بیا یې دغه کسان ګمارلي. ددغو شخصیتونو سیاسي او کاري تجربه هغه معیارونه دي چې په پام کې نېول شوي.»

دغه راز، ولسمشر غني محمد شاکر کارګر د خپل دفتر د رییس، داؤد سلطانزوی د کابل ښاروال، سید وحید قتالي د هرات والي او ایوب سالنګي د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه ګمارلي.

تازه ګمارنو ته غبرګونونه

Afghanistan Präsident Palast in Kabul
د افغانستان د جمهوري ریاست ارګانځور: AP

سره له دې چې ولسمشر غني ته نږدې کسان له دغو ګمارنو هرکلی کوي، خو د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکو دغو ګمارنو ته کلک غبرګون ښودلی.

سیاسي شنونکي ثناءالله مخلص پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

«ارګ، اطلاعات او فرهنګ وزارت رسما ایران ته وسپاره.»

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د معرفي شوي جنجالي وزیر طاهر زهیر سره د ایران د قدس ځواکونو د مشر اسماعیل قااني یو انځور خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي، چې ډیرو ته د پوښتنې وړ دی.

سیاسي شنونکې ماریه توتاخیل بیا دویچه ویله ته وویل، ارګ په خپلو تازه ګمارنو کې د مسلک پرځای قومي بنسټ، زورواکي او د پخوانیو جهادي ډلو تړاؤ په پام کې نېولي.

نوموړې زیاته کړه:

«تازه ګمارنو ترډېره ولس خفه کړی، ایا په دې ټول افغانستان کې نور څوک نشته؟ شل کاله کیږي چې همدا څو مشخصې څېرې سره څرخي.»

په حکومت کې تازه ګمارنې داسې مهال کیږي چې طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په برخه کې پرمختګ شوی او دمګړی د بندیانو د تبادلې لړۍ روانه ده.

تمه ده چې د بندیانو تر خوشې کېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي، خو پوښتنه داده چې که چېرې طالبان په حکومت کې راګډیږي دغه ګمارنې به ورته د منلو وړ وي؟

د سولې پر بهیر د وروستیو ګمارنو اغیز

سیاسي شنونکې ماریه توتاخیل وویل، د قومي او سیاسي تړاوونو له مخې دغه ګمارنې د سولې پر بهیر هم منفي اغیز کوي.

دې وویل:

«طالبان به هیڅکله هم دغه نوي تعینات ونه مني، هغه هم له هغو ډلو ټپلو د کسانو ګمارل چې طالبانو سره جنګي سابقه ولري.»

خو د ارګ ویاند دوا خان مینه پال دویچه ویله ته وویل، حکومت سولې ته ژمن دی خو په حکومت کې ګمارنې طالبانو پورې هیڅ اړه نه لري.

د ښاغلي مینه پال پروینا ولسمشر د خپل صلاحیت له مخې ګمارنو ته دوام ورکوي.

اسماعیل شاکر – کابل