1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غنمو په راواردولو سره به پاکستان کې د اوړو بحران ختم شي؟

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د پاکستان تحریک انصاف حکومت له لوري لومړی د غنمو د صادرولو او اوس له نورو هیوادونو بیرته د غنمو د راواردولو پر پریکړه سخت انتقاد کیږي. آیا د غنمو په راواردولو به د اوړو بحران ختم شي او پر بزګرانو به یې اغیز څه وي؟

https://p.dw.com/p/3WXFW
Indien Chapati
انځور: picture-alliance/Photocuisine

په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یو مشر ډاکټر رمیش کمار وایي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان یې د غنمو له بحران څخه خبر کړی وو، خو د ده خبرې ته توجه و نه شوه. هغه د دویچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې وویل چې ده له څلورو میاشتو راهیسې دا کوښښ کاوه چې لومړی وزیر دې مسلې ته توجه وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د غنمو بحران ولې رامنځ ته شو؟ هغه وویل چې مرکزي حکومت باید تیر کال غنم نه وای صادر کړي. د هغه په خبره د غنمو مسله ښایي په آسانۍ سره حل نه شي. هغه خبرداری ورکړ چې «اوس د بورې بیه پنځه، شپږ روپۍ زیاته شوې او په پنځلسو ورځو کې به یې بیه نوره هم لوړه شي.» هغه یادونه وکړه چې په دې هکله یوازې مرکزي حکومت ته نه بلکې ایالتي حکومتونو ته هم فکر کول په کار دي.

د سند ایالت د تعلیم وزیر سعید غني، په وینا په پاکستان کې د غنمو بحران د مرکزي حکومت ستره ناکامي ده. هغه پوښتنه وکړه چې یو داسې هیواد چې هلته د غنمو قلت نه وي، ولې له نورو هیوادونو غنم راواردیږي؟

حکومتي دریځ

د دوشنبې په ورځ د اقتصادي چارو مرکزي کمېټې د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې د ۳۰۰ زرو ټنو غنمو د راواردیدو منظوري ورکړه. اټکل کیږي چې له اوکراین څخه د فبرورۍ تر ۱۵مې نیټې پورې د غنمو لومړۍ واردات پاکستان ته ورسیږي. د پام وړ خبره دا ده چې یوازې شپږ میاشتې مخکې د کابینې همدغې کمیټې د خزانې وزیر عبدالحفیظ په مشرۍ نورو هیوادونو ته د ۶۰۰ زرو ټنو غنمو د صادرولو منظوري ورکړې وه.

Pakistan Kunst auf Lastkraftwagen
انځور: Reuters/C. Firouz

تر دې دمخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خوړو مرکزي وزیر خسرو بختیار ویلي وو چې د خراب موسم له کبله د غنمو حاصلاتو کې ۱۲۰۰ زره ټنه کمښت راغلی. د هغه په خبره د جنورۍ له شلمې نیټې څخه به د اوړو بحران کم شي او دغه ستونزه به په درو، څلورو ورځو کې حل شي.

د رسنیو انتقاد

په اوسنیو ورځو کې په پاکستاني رسنیو کې د دغې ستونزې په راپورته کولو کې خبریال روف کلاسره مهم نقش لاره. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې «حکومت لومړی په ډیره اندازه غنم پر افغانستان وپلورل. [حکومت] اوس د ۴۰۰ زرو ټنو غنمو د راواردولو خبره کوي. لومړی یې پخپله صادر کړل او اوس یې راواردوي.»

د روف کلاسره په خبره د غنمو په راواردلو سره به د پاکستان بزګرانو ته سخت زیان واوړي. هغه زیاتوي چې د مارچ په میاشت کې به د سند او تر اپریل میاشتې به د پنجاب غنم حاصلات ورکړي، نو بیا به د پاکستان بزګران څه کوي؟

عالیه شاه