د غذايي رژيمونو په اړه سمې او ناسمې فرضيې
آيا مکروني په ريښتيا انسان چاغوي؟ آيا که هر څومره ډير ويتامينونه بدن ته ورسيږي بیا هم لږ دي؟ څيړنې ښيي چې دغذايي رژيمونه په اړه ډير سم او ناسم باورنه شته. معلومات او انځورونه.
لومړنۍ فرضيه
لومړنۍ فرضيه دا ده چې وايي مکروني د چاغوالي سبب ګرځي. خو دا يوازې په هغه صورت کې درسته ده چې د نورو غذاو په څير ډير وخوړل شي. په اصل کې پر مکروني باندي موجود پنير چې هغه ډیره کالوري لري، د چاغوالي سبب ګرځي.
دويمه فرضيه
داسې انګيرل کيږي چې په شنه سلاد کې ډير ويتامينونه شته، خو دغه انګيرنه اشبتاه ده. ځکه، د بيلګې په توګه د کاهو د يوې پاڼې ۹۵ سلنه برخه اوبه تشکيلوي او ډير مغزي مواد په کې نشته.
دريمه فرضيه
دريمه فرضيه دا ده چې ګواکې د کوکاکولا په څښلو سره اسهالات له منځه ځي. د کوکاکولا خوږه او کافئين حتی د اسهالاتو د ډيريدو باعث ګرځي. دغه باید په ځانګړې توګه ماشومانو ته ور نه کړل شي.
څلورمه فرضيه
ګريپ فروټ له مختلفو درملو سره جوړښت نه لري. دغه خبره درسته ده. د دغې ميوې متشکل مواد د دې سبب کيږي چې ځينې په بدن کې د ځينو درملو دفع په ډير ځنډ سره ترسره شي. دغه وضعيت په وينو کې د درملو کچه له حده ډیره پورته بيايي او خطرناک جانبي عوارض رامنځ ته کوي.
پنځمه فرضيه
پنځمه فرضيه وايي: هغه مواد چې خوږه نه لري کالوري هم نه لري. دغه خبره اشتباه ده، ځکه د بورې بديل هم د کالوريو لرونکي وي. د ژاولو په يوه ۱۵ ګرامه بسته کې چې له بورې پرته لس ژاولې لري، شاوخوا ۲۲ کالوري موجوده وي.
شپږمه فرضيه
وايي چې هغه مواد چې لږ غوړ لري لږ کالوري لري. دغه باور هم سم نه دی، ځکه ډير هغه مواد چې لږ غوړي لري په هغو کې ډيره بوره يا نور کاربوهايدريتونه موجود وي. دا ډول مواد په ځينو حالاتو کې تر غوړو موادو هم ډيره کالوري لري.
اوومه فرضيه
دغه ادعا چې د ويتامين C درلودونکي مرکبات ډير پيدا کيږي، درسته نه ده. البته دا خبره سمه ده چې ليمو او مالته ويتامين C لري، خو تر دغو ميوو په مرچ او ګشنيزو کې ډير ويتامين C موجود دي.
اتمه
مالګه د وينې فشار لوړوي. دغه ادعا يوازې تر يوه حده درسته ده. د وينې د لوړ فشار په هرو درو مواردو کې يوازې يو مورد يې په هغو کسانو کې وجود لري چې په خوراکونو کې يې ډيره مالګه موجوده وي. خو دا یو مسلم امر دی چې د وينې د لوړ فشار درلودنکي ناروغان، د وينې د فشار لوړولو دغه فکتور، د مالګې په نه خوړلو سره حذفوي.
نهمه
سبزي چي پاخه سي او یوه ورځ په يخچال کي کښېښودل شي هيڅ ستونزه نه لري.
لسمه فرضيه
دغه ادعا هم غلطه ده چې ميندوارې ښځه بايد د دوو کسانو په اندازه ډوډۍ وخوري. ميندوارې ښځه د حاملګۍ په څلورمه مياشت کې په يوه ورځ کې اضافي شاوخوا ۲۵۰ کيلو کالوري ته اړتيا لري. ۲۵۰ کالوري د وچې ډوډۍ او پنير د يوې مړۍ په اندازې ده.
يوولسمه فرضيه
يوولسمه فرضيه دا ده چې وايي پالک قوي دي، ځکه ډيره اوسپنه لري. خو بايد وويل شي چې پالک په هيڅ صورت کې ډيره اوسپنه نه لري. انسان کولای شي د بدن د اړتیا وړ اوسپنه د سبزيجاتو پر ځای غوښه وخوري.
دولسمه فرضيه
د انسان بدن ته چې هر څومره ډير ويتامينونه ورسيږي ښه ده. دغه ادعا درسته نه ده. ځکه د B6، A، D یا E په څير تکميل کوونکو غذا ګانو له لارې له حده ډيره انرژي ترلاسه کول، کولای شي د انسان په بدن کې ځینې نوي جانبي عوارض پيدا کړي.
ديارلسمه فرضيه
هغه افراد چې د شپې له خوا ډوډۍ خوري چاغيږي. دغه ادعا هم اشتباه ده. اصلي موضوع د ډوډۍ خوړلو وخت نه، بلکي د انرژي مقدار دی چې بدن ته رسول کيږي. که څوک خپل بدن ته له حده ډيره کالوري رسوی، که هغه د سهار، غرمې او ماښام په ډوډۍ کې هم وي، د چاغيدو سبب يې ګرځي.
څوارلسمه فرضيه
دا بارو هم اشتباه دی چې وايي پاخه شوي مرخيړي نه بايد له سره ګرم کړل شي. که چيرته مرخيړي درلودونکي خواړه ساړه کیږي، کولای شئ پرته له انديښنې يې بیا ګرم او نوش جان کړئ.
پنځلسمه فرضيه
دغه انګيرنه هم غلطه ده، چې د الکولي نوشابو څښکل مرسته کوي چې انسان راحت خوب وکړي. که څه هم د بير يا شرابو څښکل پر انسان يو څه خوب راولي، خو په اصل کې د الکولي مشروباتو په څښکلو سره د خوب کیفيت خرابيږي.