د عصري غلامۍ ۱۰ مخکښ هیوادونه
غلامي د نابرابرۍ تر ټولو بده څیره ده چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او مذهبي فشارونه له کبله رامنځ ته کیږي. اوس عصري غلامي ډیره پیچلې شوې او ډير عوامل لري.
۱. شمالي کوریا
د «ګلوبل سلیوري انډیکس» په تازه رپوټ کې شمالي کوریا په لومړي مقام کې ځای لري. په شمالي کوریا کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۰۴،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۲۵ میلیونه او ۲۴۴ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۲ میلیونه او ۶۴۰ زره کسان له دغې پدیدي اغیزمن انګیرل شوي.
۲. ایریتیریا
په دوهم مقام کې ایریتریا ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۹۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۸۴۷ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۵۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۳. برونډي
په دریم مقام کې برونډي ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۴۰ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۰ میلیونه او ۱۹۹ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۰۸ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۴. د مرکزي افریقا جمهوریت
په څلورم ځای کې د مرکزي افریقا جمهوریت ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۲،۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۵۴۶ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۱۰۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۵. افغانستان
پنځم مقام بیا افغانستان خپل کړی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۲،۲ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۳۳ میلیونه او ۷۳۶ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۷۴۹ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۶. موریتانیا
شپږم مقام بیا موریتانیا خپل کړی دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۱،۴ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۱۸۲ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۹۰ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۷. جنوبي سوډان
اوم ځای بیا جنوبي سوډان لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۰،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۱ میلیونه او ۸۸۲ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۲۴۳ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۸. پاکستان
پاکستان بیا اتم مقام لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۸ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۸۹ میلیونه او ۳۸۱ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۳ میلیونه او ۱۸۶ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۹. کمبودیا
کمبودیا په نهم مقام کې دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۸ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۵ میلیونه او ۵۱۸ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۲۶۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
۱۰. ایران
ایران بیا لسم مقام خپل کړی دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۲ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۷۹ میلیونه او ۳۶۰ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۱ میلیون او ۲۸۹ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
غلامي د بشریت په تاریخ کې انسان ته د میراث په توګه پاته شوې. که څه هم په یو شمیر هیوادونو کې پر دغې پدیدې بندیز لگول شوی، خو سربیره پر دې بیا هم غلامي په اوسنۍ نړۍ کې په نورو شکلونو کې لیدل کیدلی شي.