1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق په کردستان کې د ایران برید ۱۳ کسان وژلي

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

د کردي چارواکو په وینا د ایران د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ایران مخالف کردي ډلې ۱۳ کسان وژل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو په توقیف کې د کردۍ مهسا امیني د مړينې پر ضد ټول هیواد کې د شدیدو مظاهرو لړۍ روانه ده.

https://p.dw.com/p/4HWIC
Kuisanjaq | Das Lager der Demokratischen Partei Kurdistans - PDKI
انځور: KURDPA

د عراق د کردستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ایران د عراق په کردستان کې پر یوې مخالفي ډلي د بې پيلوټه الوتکي بريد کړی. په بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د کردي ډلو پر ضد دغه بریدونه په داسې وخت کې کيږي چې نږدې دوې اونۍ مخکې د ایران د مذهبي پولیسو په توقیف کې د یوې کردۍ مېرمني مهسا امنیتي د مړينې په غبرګون کې د ټول هیواد په کچه د له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو لړۍ دوام لري. ۲۲ کلنه اميني د ایران اخلاقي پولیسو د دغه هیواد د حجاب له سخت قانون څخه د سرغړونې په تور نیولې وه چې بیا هم هلته د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه.

د برید په اړه تر اوسه پورې پر څه پوهیږو

د ایران دولتي خبري آژانس «ارنا» ویلي دي چې د ایران انقلاب پاسداران «دقیق هدف په نښه کوونکي توغندي» او «انتحاري ډرونونه» کارولي دي، دغه آژانس زیاته کړې ده چې د عراق له شمال څخه دباندې فعال د بیلتون غوښتونکو ډلو سنګرونه په نښه کړای شوي دي.

اړوند: ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر سنګرونو برید کړی

د کیڼ اړخ وسله والې ډلې، د ایران د کردستان دیموکراتیک ګوند (کی ډي پي آی) دغه برید غندلی دی.

د ایران د کردستان دیموکراتیک ګوند ویلي: «دغه بزدلانه بریدونه په داسې یو وخت کې کیږي چې د ایران ترهګر حکومت په هیواد کې دننه مظاهرې سرکوبه کوي او د ایران د ولس د مدني اعتراضونو په خاموشه کولو کې پاتې راغلی دی.»

د کی ډي پي آی د یوه غړي په حواله برید له اربیل څخه نږدې ۶۵ کیلومتره ختیځ کویا سیمه کې شوی دی. تر برید وروسته د ایران پاسداران انقلاب وویل چې دوی به د ترهګرو د په نښه کولو لړۍ جاري وساتي. د عراق مرکزي او سیمه ایز حکومت هم دغه بریدونه غندلي دي.

د عراق حکومت پر دغو بریدونو د احتجاج په ترڅ کې د ایران سفیر وربللی و. په عراق کې د ملګرو ملتونو ماموریت د دې برید په غندلو سره ویلي دي چي توغندیزه دیپلوماسي له ویجاړوونکو پایلو سره یو د بې پروائې اقدام دی. د ملګرو ملتونو ماموریت په یوه تویت کې لیکلي دي: «په عاجل ډول د دغو بریدونو بندولو ته اړتیا ده.»

نړیوال غبرګونونه

برلین، واشنګټن او لندن د عراق په کردستان کې د ایران بریدونه غندلي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي: «موږ په ګاونډي هیواد کې د ایراني مظاهرو د لاملونو پیدا کولو کوښښونه ردوو.»

اړوند: د ایران احتجاجونه؛ ایران په عراق کې کردي ملیشې په نخښه کړي

بریتانيا هم ویلي دي چې دا بریدونه «د سیمې د بې ثباته کولو له پاره د ایران د دوامداره فعالیتونو ښکاریندويي کوي.»

د مخالفې ډلې رسنیو ویلي دي چې په ایران کې د ښځو په مشرۍ روانې مظاهرې سه شنبه په مسلسل ډول په ۱۲ شپه هم روانې وې. د مهسا امیني د مړینې پر ضد له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي. پولیسو تر ۱۲۰۰ ډير مظاهره کوونکي نیولي دي.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ خبرداری وکړ چې په پوره قوت سره به د مظاهرو مقابله وکړي. ویل کیږي چې ایران د مظاهرو او غونډو د سرکوبه کولو ترڅنګ د هغوی د ویډیوګانو او انځورونو د خپریدو د مخنیوي په خاطر انټرنټ ته لاس رسی هم محدود کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز