شخړي
د عبدالله عبدالله په مشري ډلې په کابل کې مظاهره پیل کړه
۱۳۹۸ آذر ۸, جمعهاعلان
که څه هم په افغانستان کې د سپتمبر پر ۲۸مې نیټې ولسمشریزې ټاکنې شوې دي، خو تر اوسه پورې یې هم پایلې نه دي اعلان شوي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ډله ادعا کوي چې که په خبره یې تقلبي رایې له حسابه بهر شي نو دغه ډله د ټاکنو ګټونکې ده.
ښاغلي عبدالله عبدالله، په ۲۰۱۴م کال کې هم تر ټاکنو وروسته دغه شان مظاهرې کړې وې او د ټاکنو د پایلو د نه منلو خبره یې کړې وه. خو بیا وروسته د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او د عبدالله عبدالله په ګډون یې د ملي یووالي حکومت جوړ کړ. په دې حکومت کې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجراییه رئیس وو. خو د دواړو تر منځ اړیکې د ملي یووالي حکومت په جریان کې هيڅکله هم ښې نه وي.
ms/nz (ap)