د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځ غونډه چاودنو ګډه وډه کړه
۱۳۹۷ اسفند ۱۶, پنجشنبهد پارلمان پخواني مشر او په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر لومړی مرستیال نوماند، یونس قانوني، تر لومړۍ چاودنې وروسته د غونډې ګډونوالو ته وویل: «آرامه پاتې شئ! د چاودنې سیمه تر موږ لیرې ده.»
دا هر څه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په ځایي تلویزیونونو کې خپریدل.
خو د یونس قانوني تر دې څرګندونو لږ وروسته دویمه چاودنه واوریدل شوه چې له کبله یې د غونډې ګډونوالو د وتلو د دروازې پر لور په منډو پیل کړل. په دې ترڅ کې بیا یوه بل کس چې نوم یې لا روښانه نه دی، د غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ: «زه له خپلو وطندارانو هیله کوم چې آرامه پاتې شي. د هاوان برید د غونډې له سیمې لیرې دی.» تر دې وروسته محمد محقق د غونډې د ختمولو اعلان وکړ.
چاودنې د عبدالعلي مزاري د وژل کیدو د ۲۴م تلین د لمانځ غونډې پر مهال رامنځ ته شوې. په غونډه کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزی هم شامل وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، چې د غوندې د ګډوالو په ډله کې وو، تر چاودنې وروسته پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې ولیکل: «ترهګرو د [عبدالعلي مزاري] پر یاد غونډې باندې د توغندیو برید وکړ.»
د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې داعش د برید مسوولیت منلی دی. ځیني خبري آژانسونه لږ تر لږه د درې کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د ۲۲ تنو د ټپي کیدو رپوټ تائیدوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي، خبریالانو ته په استول شوي اعلامیه کې ویلي دي: «نن غرمه شا او خوا ۱۲ بجي ]...[ د مزاري د تلین پر لمانځغونډه د هاوان مرمۍ وتوغول شوي. د برید په تړوا یو شکمن کس د پولیسو له خوا نیول شوی دی او ځیني نور کسان چې د برید تر شا یي لاس وو پیژندل شوي او وبه نیول شي.»