د طالبانو یو پلاوی کابل ته رسیدلی دی
۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبهد طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، پر خپل تویتر پاڼه دا خبره تائید کړه چې د طالبانو استازي کابل ته رسیدلي دي. دا د ۲۰۰۱ کال له نوامبر میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی د سولې په تړاو د افغانستان پلازمینې ته سفر کوي.
افغان حکومت لا تر اوسه پورې د دې پلاوې په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل روښانه کړې وه چې طالبانو او افغان چارواکو یو له بل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي او کابل ته د طالبانو د یوه تخنیکي ډلې پر راتلو موافقه شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټي موافقه کړې ده چې کابل ته د طالبانو له راتلو سره مرسته وکړي.
افغان حکومت د طالبانو او واشنګټن تر منځ د شوي تړون پر اساس د دې له پاره چې د افغانستان د جګړې د ښکیلو اړخونو تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته شي، د طالبانو بندیان آزادوي.
د واشنګټن او طالبانو په تړون کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د آزادیدو خبره شوې ده.
پمپیو د سولې د مذاکراتي تیم جوړیدو هرکلی کړی
که څه هم واشنګټن په افغانستان کې د وروستي رامنځ ته شوي سیاسي کړکیچ له کبله ناخوښ دی او پر کابل یې د مرستو د قطعه کولو ګواښ کړی دی، خو بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر غنی له خوا د سولې د مذاکراتی تیم جوړیدل مثبت ګام بولي.
پمپیو وویل: «موږ د بندیانو د آزادیدو په برخه کې هم د ځینو کارونو د ترسره کیدو شاهدان یوو.»
د پمپیو په خبره د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدو له پاره باید ټول اړخونه سره یوځای شي چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي.هغه ویلي دي چې د سولی د ۲۱ کسیز مذاکراتي ډلې جوړیدل «یو ښه خبر دی».