د طالبانو په دوو يرغلونو کي ۲۵ کسان وژلي سوي دي
۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبهد فراه د ولايتي شورا غړو رسنيو ته ويلي دي چي د سه شنبې په ماښام د دغه ولايت مرکز ته نژدې پر يوه قرارگاه باندي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۸ يا ۹ عسکر او پوليس او ۱۵ طالبان وژل سوي دي.
له څه مودې راهيسي وسله والو طالبانو د فراه ولايت د مرکز پر امنيتي پوستو او ولسواليو باندي يرغلونو ته زور ورکړی دئ.
دوې ورځي مخکي دوی وتوانېدل چي لنډه موده د دغه ولايت آنار دره ولسوالي ونيسي.
په هلمند کي موټر بم چاودنه
د هلمند ولايت وياند عمر ځواک ويلي دي چي د چهارشنبې ورځي په سهار د دغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کي له يوې امنيتي پوستې سره د موټر بم په چاودنه کي دوه نارينه وژل سوي دي.
خو ځايي رسنيو بيا ويلي دي چي په دغه چاودنه کي ۶ کسان وژل سوي دي. د افغان حکومت وياندان په دې پيژندل سوي دي چي تل د تلفاتو شمېر لږ وښيي. خو د وسله والو طالبانو وياندان بيا تل کوښښ کوي چي تلفات ډېر ياد کړي.