1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د شين چای گټي او د الکهولو تاوان

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د الکهولو پريښول په سرطان د اخته کيدو خطر ډير راکموي او شين چای مو د زړه له ناروغيو ساتي او د مدافعې قوت زياتوي. دا او څو نورې طبي لارښوونې دلته لوستلائ شئ.

https://p.dw.com/p/2zRg7
Tasse Grüner Tee
انځور: Fotolia/gaai

شين چای زړه ته گټه رسوي

په شين چای کې داسې مواد موجود دي چې انسان آراموي، د وينې فشار راکموي او د مدافعې له قوت سره مرسته کوي: شين چای ډير څه کولای شي. حتی شين چای د «آتروکليروسس» مخه هم نيسي.  آتروکليروسس د رگونو پر ديوالونو د غوړو د ټوليدو له کبله د رگونو تنگيدو ته وايي. دا په لومړي سر کې هیڅ نخښې نه لري. خو کله چې دغه رگونه ډیر تنگ شي نو د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغيو باعث کيږي.

شين چای د «Epigallocatechin gallate» په نامه مواد  لري چې په رگونو کې د غوړو د راټولېدو مخه نيسي.

د «هپيارين» په نوم د يوه درمل سره په گډه دغه مواد يو پروتين چې د وينې د شريانونو د بندیدو سبب گرځي، له منځه وړي.

آتروکليروسس د قلبي حملو او د فلجېدو تر ټولو لوی علت دی. د دې مريضۍ په ترڅ کې رگونه د منگ نيولو له کبله  تنگيږي او دا د زړه د سکتې خطر زياتوي. څيړونکي تمه لري چې د نويو څيړنو پايلې به یې د زړه د ناروغتيا د مخنيوي درمل په کشفولو کې مرسته وکړي . معنا دا چي شين چای روغتيا ته گټه رسوي.

چټک تگ ژوند اوږدوي

څوک چې چټک پلي تگ کوي د زړه په مرض د اخته کيدو امکان یې کميږي. دا کافي ده چې سړی په ساعت کې  پنځه يا اووه کيلومتره سرعت سره پلي وگرځي. دا د هغه څيړنې له پايلو څخه جوته شوې چې پکښې د ۵۰ زرو انسانانو د پلي تگ په اړه ارزونې شوي دي.

کارپوهانو دغه معلومات د ورو، منځنی او چټک قدم وهلو پر درو کتگوريو ويشلي او پر روغتيا یې د دې اغیز ارزولی وو. پايله یې داوه چې کوم انسانان چې تيز یا چټک او يا په منځنۍ اندازه چټک مزل کوي په هغوی کې د زړه د ناروغيو له کبله د مړيني خطر شل سلنه کم وي.

Fastenzeit Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi

په تیره بيا د زيات عمر لرونکو له پاره چټک قدم وهل ډيره گټه لري: هغه زاړه انسانان چې چټک مزل یې کاو، د نورو په پرتله د زړه په ناروغيو د اخته کيدو خطر یې ۴۶ سلنه کم وو. 

الکهول مو په سرطان اخته کوي

موږ ټول پوهيږو چې الکهول مو روغتيا ته زيان رسوي. خو ډيري انسانان سربيره پر دې هم له الکهولو لاس نه ا خلي. خو اوس په برېتانيا کې کارپوهانو په يوه نوې څيړنه کې موندلې چې يوه مياشت د الکهولو نه څښل د بدن د روغتيا له پاره د يوې میاشتي رخصتۍ په څير ده.

د څيړنې په ترڅ تر ۱۴۰ زياتو هغو کسانو روغتيايي وضعيت ارزول شوی دی چې په منظم ډول یې ډير الکهول څکل. له دوی څخه یې ۹۴ کسانو يوه مياشت هيڅ الکهول ونه څښل او نورو د تل په څير ادامه ورکړه.

د دې تجربې پايلې ډير حيرانونکې وې: د يوې مياشتې بيلانس داوه چې په شکرې يا ديابت د اخته کيدو خطر ۲۶ سلنه کم شوی وو. د دې کسانو ينه هم ښه شوی وو او په وينه کې يې د کلسترولو کچه هم ټيټه شوې وه. دوی حتی وزن هم کم کړی وو.

د کارپوهانو له پاره تر ټولو جالبه موندنه دا وه چې هغه فکتورونه چې په سرطان د اخته کيدو خطر زياتوي، ډير راکم شوي وو. يو یې ۴۱ سلنه او بل حتی ۷۴ ټيټ شوی وو.

کارپوهان نه پوهيږي چې دا مثبت اغيز تر څومره مودې پاتېږي خو دا ورته واضح شوې چې د الکهولو کمولو يا ترې لاس اخيستل روغتيا ته څومره گټه رسوي.

Larissa Warneck (B.S/N.Z)