1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمسي اډې تړل، د بې پيلوټه الوتکو پر عملياتو تاثير نه لري

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

امريکايي چارواکي وايي، چي که پاکستان پر متحده ايالاتو باندي شمسي هوايي اډه وتړي نو دا به ددوی پر عملياتو هيڅ اغيز و نه لري. ددوئ په خبره، کولای سي دغه عملياتو ته له افغانستان څخه دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/13Io1
د بې پيلوټه الوتکو يو تمځای
د بې پيلوټه الوتکو يو تمځایانځور: AP

پاکستان وروسته له هغه د متحده ايالاتو په وړاندي خپل قهر ښکاره کړ، چي د شنبې په ورځ امريکايي ځواکونو په يو هوايي بريد کي ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل. تر پيښي وروسته د پاکستان دولت د ناټو پر اکمالاتي قطارونو خپله پوله وټړله او له امريکايي ځواکونو څخه يي وغوښتل چي په پاکستان کي د شمسي هوايي اډي څخه ووزي.

امريکايي چارواکي او د استخبارتي شبکې غړي وايي، که پاکستان پر متحده ايالاتو شمسي هوايي اډه وتړي، دغه کار به د امريکايي بې پيلوټه الوتکو پرعملياتو کومه اغيزه و نه لري.

د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې پخوانی مشر، بروس ريدل، وايي چي پر متحده ايالاتو د شمسي هوايي اډې تړل به د بې پيلوټه الوتکو عملياتو ته تاوان و نه رسوي:

«د شمسي هوايي اډې تړل ډير ښه کار دی، خو د دې اډې په تړل کېدو سره د بې پيلوټه الوتکو عمليات له خنډ سره نه مخامخ کيږي. دغه عمليات د افغانستان څخه هم تر سره کيدای شي.»

د ريدل په وينا، شمسي هوايي اډه يوازي د هوا په خراب حالت کي اهميت لري.

يوه امريکايي چارواکي چي د نوم د نه بربنډيدو په شرط يې خبري کولې، ويلي چي شمسي هوايي اډه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو له پاره حياتي ارزښت نه لري:

«اصلي مسئله، شمسي هوايي اډه نه، بلکي د پاکستان هوايي قلمرو دی.»

تر اوسه پوري پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي، چي گويا دغه هيواد غواړي پر امريکا خپل هوايي قلمرو بند کړي.

ښايي پاکستان پر امريکا د شمسي اډې د تړلو پريکړه، د عامو خلکو د ارامولو په موخه کړې وي.

د امريکا د استخباراتي ادارې پخوانی غړی، بروس ريدل، وايي چي که څه هم يو شمير پاکستانيان فکر کوي چي متحده ايالات د شمسي اډې څخه، خپل په زور کار اخلي خو په اصل کي امريکا له دغي اډې څخه د پاکستان د پوځ په مرسته خپل عمليات ترسره کوي.

اوس مهال متحده ايالاتو ته ۱۵ورځي مهلت ورکړل شوي چي شمسي هوايي اډه تخليه کړي. تر دي وړاندي پاکستان د روان کال په جون مياشتي کي هم د پاکستان څخه غوښتي وه چي له دغي اډي څخه ووزي خو بيا وروسته د خپل دريځ څخه پرشا شو.

د شمسي اډې تړل د متحده ايالاتو او ناټو يوازنۍ ستونزه نه ده. پاکستان اوس د ناټو د اکمالاتي لاريو په وړاندي هم پوله تړلې ده. دا لومړی ځل نه دی چي پاکستان د ناټو پر مخ خپله پوله تړي.

چارواکي په دې اند دي چي د پاکستان او امريکا تر منځ پر ژورو اختلافاتو سربيره هم دغه دواړه هيوادونه نه شي کولای چي د يو بل سره په بښپړه توګه اړيکي وشلوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل