1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا واکمن ناببره چین ته تللی

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

چین ته د شمالي کوریا د واکمن اوسنی سفر د تیرکال د سفرونو په شان نااعلان شوی وو. کیم جونګ اون، به د پنجشنبې تر ورځې په چین کې وي. د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ د خبرو اترو له پاره ښایي ډیر موضاعات وي.

https://p.dw.com/p/3BAb2
China: Kim Jong-Un besucht China
انځور: picture-alliance /Yonhapnews

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، د هغه میرمن ري سول جو او یو جګپوړی حکومتي پلاوی، چین ته په څو ورځني سفر تللي دي. د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس کې سي ان اې، د رپوټ له مخې کیم د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.

د چین دولتي خبري آژانس شینهوا، هم دغه سفر تائید کړی دی. زیاته شوې ده چې کیم به له دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې په چین کې وي. خو په چین کې د هغه د پاتیدو په اړه هیڅ هم نه دي ویل شوي. د ځینو معلوماتو له مخې د سه شنبې په ورخ د کیم د زوکړې ورځ ده، چې ۳۶ کلن کيږي.

په ۲۰۱۸م کال کې درې سفره

چین د منزوي شوي هیواد شمالي کوریا یوازنی متحد دی. په تیر میلادي کال کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د سویلي کوریا له ولسمشر مون جان ان سره تر سرمشریزو دمخه او وروسته کیم درې ځله خپل بانفوذه ګاونډي هیواد چین ته سفر وکړ څو له شي جین پينګ سره وویني. خو هیڅ سفر يې هم دمخه نه وو اعلان شوی.

په ۲۰۱۱م کال کي واک ته په رسېدو سره، کیم د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې پيکینګ ته سفر وکړ او دا يوه بهرني هيواد ته د هغه لومړی سفر وو.

د نوي میلادي کال د پیلیدو تر مخه کیم ویلي ول چې غواړي په ۲۰۱۹م کال کې د سیاسي خبرو اترو په موخه د سویلي کوریا پلازمېنې ته سفر وکړي. د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې د شمالي کوریا واکمن دا خبره روښانه کړې وه چې دی هر وخت دې ته چمتو دی چې یو ځل بیا له ترمپ سره وویني، څو د ګډ هدف چې د کوریا ټاپو وزمي بې اټومې کیدل دي، په هکله خبرې وکړي. خو هغه په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چیرې واشنګټن پر شمالي کوریا خپل فشار او بندیزونه جاري وساتي، نو دی به د بدیل په لټه کې شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ تیره اوونۍ ویلي ول چې له کیم څخه يې یې یو بې ساری لیک تر لاسه کړی دی. د ترمپ په خبره اوس د یوه ځای په لټه کې دي چې سړی پکښې ملاقات وکړی شي.