1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا مشر، کم جونگ ايل و مړ

۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبه

د شمالي کوريا د دولتي تلويزون له خوا په خپور شوي خبر کي راغلي چي، پر کم جونګ ايل د شنبې په ورځ هغه وخت د زړه حمله راغله، کله چي هغه په اورګاډي کي د سفر په حال کي وو.

https://p.dw.com/p/13VMt
انځور: picture-alliance/dpa

د کمونيستي هيواد شمالي کوريا د مشر د مرګ خبر د دغه هيواد د دولتي تلويزون له خوا نشر شو. د مړني په وخت د هغه عمر ۶۹ کاله وو.

په ښکاره توګه داسي ښکاري چي پر هغه باند د زړه حمله راغلې وي. د عدلي طب چارواکو د هغه د مړيني د اصلي عامل د موندني په خاطر د يکشنبې په ورځ څېړني تر سره کړي دي.

د هغه د مړيني د عامل تر پيدا کيدو وروسته د دوشنبې «ډسمبر د مياشتي ۱۹م» په ورځ په رسمي توګه د هغه د مړيني اعلان وشو.

د دولتي تلويزون له لوري په خپور شوي اعلان کي دا هم ويل شوي چي د هغه د مړيني په لاملونو کي په جسماني او ذهني توګه ډير کار کول هم شامل دي.

اوس داسي ويل کيږي، چي د ايل ځوان زوی د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی.

د کم جونګ ايل تر مرګ څو ساعته وروسته د شمالي کوريا چارواکو د هغه ځوان زوي آن کم جونګ د هغه د ځای ناستي په نوم نومولئ. کم جونګ آن ته د هغه وخت راهيسي د راتلونکي مشر په توګه کتل کېدل، چي هغه په ۲۰۱۰ميلادي کال کي پر لوړي پوځي او سياسي چوکي وټاکل شو.

د دوشنبي په ورځ د جنوبي کوريا پوځ ته په لويه کچه د تياری خبرداری ورکړل شوي وو. د مرګ تر خبر وروسته د شمالي کوريا د پوځ له خوا کوم غيرعادي فعاليتونه نه دي تر سترګو شوي.

داسي باور کيږي چي په ۲۰۰۸م کال کي په کم جونګ ايل باندي د ګوزن يوه حمله هم راغلې وه. خو چين او روسيې ته په نزدې وختونو کي د سفر په وخت په خپرو شوو انځورونو او ويديوګانو کي هغه روغ رمټ معلومېده. د ځينو راپورونو له مخي هغه د شکري او زړه ناورغۍ هم درلودې.

ايل په ۱۹۹۴م کال د هغه د پلار د ناڅاپي مړيني وروسته د پلار ځای ناستی شوی وو.

د KCNA خبري آژانس په حواله، په دغه هيواد کي د ډسمبر د مياشتي تر ۲۹ نيټې پوري ملي ماتم اعلان سوی. د ډسمبر د مياشتي پر ۲۸ نيټه به د کم جونګ ايل د مړيني مراسم د يوې کمېټي له خوا تر سره شي چي مشري يي د هغه د زوی په غاړه ده.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل