د شاهي کورنیو هغه غړي چې پاکستان ته تللي
د نومبر له ۲۵مې نېټې راهیسي د هالنډ ملکې مکسیما په پاکستان کې خپل درې ورځنی رسمي سفر پېل کړ. په بیلابیلو وختونو کې د نړۍ د یو شمیر شاهي کورنیو غړي پاکستان ته تللي دي. دلته یې په هکله معلومات لوستلی شئ.
ملکه مکسیما
د هالنډ ملکه مکسیما دا مهال په پاکستان کې ده. هغې د نومبر له ۲۵مې نیټې څخه په پاکستان کې خپل درې ورځنی سفر پیل کړ.
د ایران پاچا
ه ۱۹۵۰ او ۱۹۷۰م کلونو کې د ایران پاچا رضا شاه پهلوي پاکستان ته سفرونه کړي دي.
ملکه الیزابت
د بریتانیې ملکې الیزابت دوهمې، په لومړي ځل په ۱۹۵۶م کال کې پاکستان ته سفر کړی وو. په دغه سفر کې ورسره خپل خاوند شهزاده فلیپ هم ملتیا کوله. دوهم وار هغې ۳۶ کاله وروسته یعنې په ۱۹۹۷م کال کې پاکستان ته سفر کړی وو.
شاه فیصل
د سعودي عربستان پاچا شاه فیصل په ۱۹۹۴م کال کې پاکستان ته سفر کړی او د اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې یې ګډون کړی وو.
د اردن شهزاده
د اردن شهزاده حسن بن طلال له خپل ورور پاچا حسین بن طلال سره د ۱۹۶۸م کال په اګست میاشت کې پاکستان ته تللی وو او د واده مراسم یې هم هلته تر سره شوي وو.
شهزادګۍ ډیانا
شهزادګۍ ډیانا په لومړي ځل په ۱۹۹۱م کال کې پاکستان ته تللې وه. دوهم سفر یې بیا د ۱۹۹۶م کال په فبرورۍ میاشت کې کړی او دریم سفر یې بیا د ۱۹۹۷م کال په می میاشت کې کړی وو.
د تایلنډ ولیعهد
د تایلنډ ولیعهد مها وجیرا لونګ کورن، په ۲۰۰۵م کال کې په پاکستان کې د یوې سختې زلزلې وروسته چې ډیر ځاني او مالي زیان یې اړولی وو دغه هیواد ته سفر کړی وو.
شهزاده چارلس
شهزاده چارلس د ۲۰۰۶م کال په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته سفر کړی وو. په دغه سفر کې له هغه سره خپله میرمن کمیلا پارکر هم ملګرې وه.
د سعودي عربستان پاچا
د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیر په ۲۰۰۶م کال کې پاکستان ته سفر کړی وو.
د اردن پاچا
د اردن پاچا عبدالله په ۲۰۰۷م کال کې پاکستان ته تللی وو.
د بحرین پاچا
د بحرین پاچا حماد بن عیسی بن خلیفه په ۲۰۱۴م کال کې پاکستان ته سفر کړی وو.
د سعودي عربستان ولیعهد
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، سږ کال (۲۱۰۹) په فبرورۍ میاشت کې پاکستان ته تللی وو.
زید بن سلطان
د ابو ظهبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زید بن سلطان النهیان هم په ۲۰۱۹م کال کې پاکستان ته په سفر تللی وو.
شهزادګۍ او شهزاده
د بریتانیا شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کېت هم په ۲۰۱۹م کال کې پاکستان ته په څو ورځني سفر تللي وو.