د شازاده هيري او ميگن د ميني کيسه
د دوشنبې په ورځ د شازاده هيري مېرمن ميگن زوی وزيږاوه. دا خبر اوس په رسمي توگه هم تائید شو. تازه مور شوې ميگن او شازاده هيري دواړه ډېر خوښ دي. د ميني دغه شاهې کيسه څرنگه پېل شوه؟
هلک دی!
د ۲۰۱۹م کال د مي پر۶ نيټه د شازاده هيري او د هغه د مېرمن ميگن کره لومړی زوی وزيږيد. د هغه نوم تر اوسه پټ ساتل شوی دی او د انځور ليدو ته یې هم باید نړۍ يو څه انتظار وکړي. خو خوندروه خبره داده چې دغه کوچنی به په رسمي توگه شازاده نه وي. تر هغه چې ملکه الیزابت يوه استثناء رامنځته کړي او هغه ته شاهي لقب ورکړي.
ښکلی واده
امريکايۍ فلمي ستورۍ ميگن مارکل او شازاده هيري په لومړي ځل د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کې ليدلي ول. دوی د مشترکو دوستانو له لاري يو له بل سره آشنا شول. پوره يو کال وروسته بيا دا خبره رسمي شوه: د «ويني فير» جایزو په مراسمو کې دوی وويل چې «موږ يو له بل سره مينه لرو.» د ۲۰۱۸م کال د می مياشتي پر۱۹ نيټه دواړو د لندن په ويستمنتر کليسا کې واده وکړ. پرنس هيري د بريتانيا باچاهۍ ته په شپږ ځای کې ولاړ دی.
کوچنی هېري
د شازاده چارلس او شازادگۍ ديانا کشر زوی، شازاده هېري په ۱۹۸۴م کال کې زيږيدلی دی. ماشومتوب یې د مور او پلار ترمنځ له طلاق او د مور د وختي مړېنې له وجې تر سيوري لاندي راغلی دی.
د مور مړينه
شازادگۍ ديانا په ۱۹۹۷م کال کې په پاريس کې په ترافيکي پېښه کې مړه شوه. هيري هغه وخت ۱۲کلن او ورور یې ويليم ۱۵ کلن وو. دغه انځور په ويستمنستر کليسا کې د هغي شېبې دی چې د شازادگۍ ديانا د تابوت ترڅنگ ولاړ دي.
اوږد وير
شازاده هيري د ۲۰۱۸م کال په پېل کې په يوه مرکه کې ويلي ول چې څرنگه یې ټول ژوند له دې شوک څخه د راوتلو له پاره مبارزه وکړه. له«Daily Telegraph» سره د رواني روغتيا د يوه کمپاین د ملاتړ په موخه په يوه مرکه کې وويل چې هغه څو وارې داسې حالت ته رسیدلی وو چې نزدې وه هر څه له لاسه ورکړي.
د محفلونو شوقي شهزاده
هيري چې کله ځوان شو نو يوه پارتي او محفل به ترې نه پاتېده او تل به په افتضاحو کې ښکيل وو. هغه به تل د ښکلو نجونو ترڅنگ ليدل کيد. هغه يو وار د «Newsweek» په نوم ورځپاڼې ته ويلي ول چې غواړي له شاهي کورنۍ څخه ووځي.
محبوب او وظيفه شناس
پرنس هيري لس کاله د برېتانيا په پوځ کې دنده ترسره کړه. په دې ترڅ کې نوموړی دوه واري افغانستان ته هم تللی وو او هلته یې دنده ترسره کړې وه. په پوځ کې تر کاري مودې وروسته هغه نه يوازې په بريتانيا کې دننه، بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر مجبوبيت پېدا کړ.
ميگن مارکل
مېگن مارکل تر مخکې چې نوم یې په ۲۰۱۶م کال کې په لومړي ځل د ورځپاڼو پر لومړيو مخونو را څرگند شو، ډېرو لږو بريتانويانو پيژندله. هغه چې په ۱۹۸۱م کال کې په لاس اينجلس کې زيږيدلې وه، د «Suits» په نامه له يوه تلویزيوني سريال له لارې ډېره مشهوره شوه. په لومړي سر کې په بريتانيا کې د هغې په اړه له تعصوب څخه ډکې څرگندونې هم وشوې.
طلاق شوې او خپلواکه
انتقاد کوونکو پر ميگن دا نيوکه کوله چې هغه له شازاده هيري سره تر واده دمخه يو وار مخکې هم واده شوې وه. خو د فلم جوړوونکي تريور انگلسن سره تر واده وروسته ژر جلا شوه. د مود او ژوند په اړه په خپل بلوگ کې چې اوس تړل شوی دی، هغې په ډېر وياړ ويل چې خپلواکه ده.
ټولنیز فعاليت
ميگن هم د شازاده هيري په شان په ټولنیزه توگه ډېره فعاله ده. هغه د کاناډا د خير ښې گڼې سازمان سفيره ده چې د پرمختگ په درشل کې ولاړو هېوادونو کې د ماشومانو له پاره هلې ځلې کوي. سربيره پر دې هغه له ملگرو ملتونو سره د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعاله ده.
د ملکې په سلا واده
د شازاده واده د بکنگم ماڼۍ له خوا اعلان شو او وويل شول چې ملکه او د اندنبرو شازاده (ميړه یې) دغه نوې جوړې ته نیکې هيلې وړاندي کوي. شازادگان بايد له ملکې څخه د واده اجازه ترلاسه کړي. دلته روښانه کيږي چې شاهي کورنۍ څومره تغير کړی دی. پخوا دې امکان نه درلود چې يو شازاده له يوې طلاقې شوي ښځې سره واده وکړي.
له آزاد ژوندانه سره مخه ښه
په ساحل کې محفلونه او اوږده رخصتي نور د دغي ځواني جوړې له پاره ښايي پای ته رسيدلي وي. په راتلونکي کې بايد دواړه د خپل کوچني زوی پالني او روزنې ته پاملرنه وکړي. تازه زيږيدلی هلک د بريتانيا د ملکې الیزابت اتم کړوسی دی.