د سیلانیانو د راجلبولو له پاره نندارتون
د پاکستان د سیاحت سکتور ته د نړیوالو پام را ګرځولو په موخه د «۲۰۱۸م کال د سفر بازار» په نوم نندارتون په کراچۍ ښار کې جوړ شوی دی. انځورونه يې دلته کتلای سئ.
۲۰ هیوادونه، تر ۴۰۰ ډیرې غرفې
د کراچۍ په ایکسپو سنټر کې په پرانيستل شوی دغه کلني نندارتون کې ۲۰ هیوادونه ګډون لري. د پاکستان په گډون د نورو هیوادونو تر۴۰۰ ډیرې غرفې درول شوي دي.
د پاکستان د توریزم سکتور د پراختیا په هکله کنفرانس
د خدماتو پر موضوع ډیر مهم کنفرانس هم د دې نندارتون یوه برخه وه. په دې کنفرانس کې د پاکستان د تروزیم د سکتور په برخه کې پر خدماتو بحث وشو.
د بهرنیو هوایې شرکتونو غرفې
په دې نندارتون کې د مختلفونو هیوادونو د هوایې شرکتونو استازو هم برخه اخیستې وه. یو شمیر بهرنیو شرکتونو له پاکستان څخه نورو هیوادونو ته د نویو پروازونو اعلان هم وکړ.
د تایلنډ او مالیزیا ګډون
مالیزیا په سږني نندارتون کې پراخ ګډون لري. له دې هیواد څخه د سفري نمایندګیو او سیاحت په برخه کې د خدماتو پر وړاندې کوونکو شرکتونو سربیره د هوټلونو او په دغه سکتور پورې اړوندو ۲۳ ادارو استازي برخه اخلي.
د ټولو ایالتونو د کلتورونو نندارتون
دغه نندارتون چې د روان ۲۰۱۸م کال د سپتمبر له ۲مه تر ۴ نیټې پورې جریان لري د پاکستان د څلورو ایالتونو د کلتور او دود استازیتوب کوي.
د الوتکې زړه راښکونکي انځورونه
د ۲۰۱۸ م کال په دغه نندارتون کې د پاکستان PIA شرکت هم له نویو آسانیاو او تخفیفونو سره حضور لري.
له سیاحت سره د خلکو لیوالتیا
د کراچۍ په ایکسپو سنټر کې د سیاحت په هکله جوړ شوي نندارتون کې د ګډون کونکو شمیر زیات وو او دوی نه یوازې په پاکستان، بلکې په نورو هیوادونو کې د سیاحت په هکله ډیره لیوالتیا ښودله او د معلوماتو تر لاسه کولو هڅه یې کوله.
توریزم ته د هڅونې له پاره ډاکومینټري
په دغه نندارتون کې د پاکستان سیاحتي سیمو ته د خلکو د پام راګرځونې په موخه د سیاحت د ایالتي ادارو له خوا نه یوازې سیاحتي غرفې ایښودل شوې وې، بلکې د ایالتي توریزم په هکله ځانګړي مستند انځورونه او پروګرامونه هم نندارې ته وړاندی کیږي.
په نندارتون کې ګډون کوونکي مهم هیوادونه
په دې نندارتون کې د چين، سعودي عربستان، تهایلنډ، مالیزیا، سریلنکا، ترکیې، آذربایجان، متحده عربي امارات، بنګله دیش، ویتنام، ایران، کويت، قطر او بحرين هیوادونو تر څنګ د یو شمیر نورو هیوادونو دیپلوماتانو د خپل توریزم له بورډ سره په دې نندارتون کې ګډون کړی وو.
د سیاحت سکتور ته د ودې ورکونې په موخه دغه نندارتون په ۲۰۱۷ م کال کې پيل شوی وو. په لوموړني نندارتون کې له ۱۰ هیوادونو څخه ۱۴۵ شرکتونو برخه اخیستې وه. په داسی حال کې چې په سږنې نندارتون کې د ۲۰ هیوادونو تر ۲۰۰ ډیرو کمپنیو خپلې غرفې ایښې وې.
کلتوري نڅا
په دې نندارتون کې د پاکستان د مختلفو سیمو او ایالتونو دودیزه نڅا او رقص هم نندارې ته وړاندې شو. په دې انځور کې شیديان خپله دودیزه نڅا کوي. ویل کیږي چې شیدي قبائل په افریقا پورې اړه لري.