1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپینې ماڼۍ ترڅنګ ډزي؛ ترمپ له مطبوعاتي کنفرانسه ووت

۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

په سپينه ماڼۍ کې د یوې پيښې له امله د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ باید مطبوعاتي کنفرانس بند کړی وای. د کنفرانس د لغوه کولو دلیل دا وو چې له ساحې څخه د باندې ډزې شوې وې.

https://p.dw.com/p/3glne
Washington White House Schüsse Evakuierung Trump
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

 

یوه امنیتي کارکوونکي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په غوږ کې څه وویل او هغه مطبوعاتي کنفرانس پریښود.

په لوموړي سر کې هغه واضح کړه چې د امنیتي خدماتو استخباراتي سرویس د رسمي دفتر څخه د باندې پر یوه کس ډزې کړي دي. نوموړی کس روغتون ته انتقال شوی دی.

په ظاهره کې ترمپ له مطبوعاتي کنفرانس څخه د هغه کاري دفتر ته ولیږدول شو. هغه د امنیتي کارکونکو ستاینه وکړه.

لږ وخت وروسته ترمپ بیرته را ستون شو او خبري کنفرانس ته يې دوام ورکړ. د امریکا د ولسمشر د نه موجودیت پر مهال خبریالان په یوه خونه کې بند کړای شوي ول.