1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپوږمۍ یوه ټوټه تیږه په ۶۰۰ زره ډالره وپلورل شوه

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

له سپوږمۍ څخه جلا شوې هغه یوه ټوټه تیږه چې تیرکال د افریقا په شمال کې موندل شوې وه، په بولۍ کې تر۶۰۰ زرو ډالرو گرانه و پلورل شوه.

https://p.dw.com/p/36tLP
Der Mondpuzzle-Meteorit wurde für 600.000 Dollar versteigert
انځور: icture-alliance/AP Photo/R. Ngowi

په بوستن کې د «آر آر» په نوم کمپنۍ په حواله له سپوږمۍ څخه جلا شوې دغه ټوټه تیږه سړی کولی شي د «Buddhist complex Tam Chuc» په نوم د ویتنام په یوه مجتمع یا کمپلیکس کې وویني.

د دې کمپنۍ مرستیال د پلورونکي او پیرودونکي هویت پټ ساتلی دی او یوازې یې همدومره ویلي دي چې دغه تیږه د نوموړي کمپلیکس اړوند یو کس اخیستې ده.

د «ټام چک پګوډا » کمپلیکس د ويتنام د سويلي برخې په «ناهام» ولایت کې یوه مهمه سیاحتي سیمه ده. د سپوږمۍ دغه جلا شوې ټوټه په پګوډا کې نندارې ته ایښودل شوې ده.

پکوډا په اصل کې د بودایانو عبادتځای ته ویل کیږي او په ټول هیواد کې ورته د قدر په سترګه کتل کیږي. د بودایې مذهب راهبان هلته د عبادت او د کائناتو پر رازونو د فکر له پاره ورځي.

د دې تیږې وزن نږدې پنځه نیم کیلو ګرامو ته رسیږي. ویل کیږي چې تیږي ته ورته جوړښت درلودونکې دغه ماده به یو وخت کې د سپوږمۍ له سطحې څخه تر جلا کیدو وروسته ځمکې ته رالوېدلې وي.

دغه تیږه تیرکال د افریقایې هیواد موریتانیا په یوه ریګستان یا صحرا کې موندل شوې ده.

 

زموږ له ارشيف څخه: